ads

حبيبزى: كابل ښار کې يو معياري سړك هم نشته

د كابل ښاروال وايي، په تېرو كلونو كې چې په كابل كې كوم سړكونه جوړ شوي، د يوه چارې هم په معياري توګه پرمخ نه دي وړل شوې.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396
حبيبزى: كابل ښار کې يو معياري سړك هم نشته

د كابل ښاروال وايي، په تېرو كلونو كې چې په كابل كې كوم سړكونه جوړ شوي، د يوه چارې هم په معياري توګه پرمخ نه دي وړل شوې.
عبدالله حبيبزي، چې نن په كابل كې د صنعتكارانو د ټولنې مسوولينو سره په يوه ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، يو داسې سړك يې په كابل كې نه دى پيدا كړى، چې د ډيزاين او ودانولو چارې يې په معياري توګه وي او په وينا يې، د دې سبب دا و، چې د كابل ښاروالۍ ټول قراردادونه يو شمېر مافيايي كړيو په خپل لاس كې نيولي وو.
د كابل ښاروال په ورته وخت كې په كابل كې د زرګونه جريبه ځمكو د غصب خبر هم وركوي او وايي، چې د دې ځمكو د غاصبينو لېست يې هم چمتو كړى او ډېر ژر به د غاصبينو له منګولو د ځمكو د خلاصولو لړۍ پيل شي.
عبدالله حبيبزي زياته كړه، ټاكل شوې چې په نږدې راتلونكې كې په امنيتي ارګانونو كې يو لړ اصلاحات راشي او له دغو اصلاحاتو سره هم مهاله به دوى د غاصبينو له منګولو د ځمكو د خلاصولو لړۍ هم پيل كړي.
د كابل ښاروال په ورته وخت كې په ښاروالۍ كې د پراخو اصلاحاتو او د ښاروالۍ د عوايدو د لوړېدو خبر وركوي او وايي، چې هڅه كوي ټولې پروژې له كورنيو عوايدو څخه تمويل كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA