د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت پر مرکز ښرنه سربېره د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه،چې په کې غنم، وریجې او غوړي شامل وو.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې اړې کورنۍ معلومې او د اړتیا وړ مرسته یې ورسره وکړه.
د پکتیکا والي وایي، چې که څه هم یاده مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي، خو په وینا یې د روژې په مبارکه میاشت کې به یې اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.
وحدت له خیریه ټولنو او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه، چې د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي او له دوی سره د اړتیا وړ مرستې ترسره کړي.
بل لور ته مرسته ترلاسه کوونکي کسان د مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي او وایي چې دې ته یې جدي اړتیا وه.
د احمدخان په نوم یوه کس چې مرسته یې ترلاسه کړې وه، وویل: (( موږ په دې مرسته ډېر خوشاله یو او له دولت نه غواړو، چې د مرستو یاده لړۍ دې جاري وساتي او له ټولو بې وزلو سره دې وخت ناوخت ورته مرستې ترسره شي)).
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په پکتیکا کې له بې وزله او بې ځایه شوو کورنیو سره ورته مرستې ترسره شوې دي.