ads

ننګرهار کې اسلاميک ريليف موسسې د سلګونو شهيدانو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، اسلاميک ريليف موسسې ورسره ژمنه کړې، چې ۱۳۳۶ بې وزله او د شهيدانو له کورنيو سره به د روژې په مناسبت د خوراکي توکو مرسته کوي.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
ننګرهار کې اسلاميک ريليف موسسې د سلګونو شهيدانو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، اسلاميک ريليف موسسې ورسره ژمنه کړې، چې ۱۳۳۶ بې وزله او د شهيدانو له کورنيو سره به د روژې په مناسبت د خوراکي توکو مرسته کوي.
د دغې ادارې رييس عبدالحکيم شېرزاد کلید ته وویل، چې نن به د اسلاميک ريليف موسسې په مرسته ۷۱۴ کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې وکړل شي، چې د روژې په مناسبت ورکول کېږي.
هغه وويل، چې په دغه مرستو کې هرې کورنۍ ته د وړو، غوړيو او بورې په ګډون اوه قلمه خواړه ورکول کېږي، چې لږ تر لږه يو مياشت کار به وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، چې ياده موسسه به څو ورځې وروسته له ۶۲۲ نورو کورنيو سره هم ورته مرستې وکړي، چې هغه هم بې وزله کورنۍ او د يتيمانو کورنۍ دي.
د دغو مرستو د وېش په لړۍ کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو هم برخه اخيستې وه، چې تر ډېره يې د دغې موسسې کړنه وستایله او پر نورو خيريه بنسټونو او سوداګرو يې هم په روژه کې له بې وزله کورنيو سره د ورته مرستو غږ وکړ.
د دغې شورا مرستيال لعل محمد دراني وويل، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې له بې وزله کورنيو سره د لاسنيوي او مرستو پروګرامونه ډېر شوي او بايد دغې چارې ته لا پراختيا ورکړل شي.
نوموړي په ټولو خيريه بنسټونو او مدني ټولنو غږ وکړ، چې يادو کورنيو سره د مرستو ترڅنګ دې هغوی ته کاري زمینه هم برابرې کړي، چې د بل له احتياجه خلاص شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ډېرو خیریه بنسټونو له لوري د روژې په مبارکه میاشت کې له بې وزلو سره د خوارکي او غیر خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA