امنيتي چارواکي وايي، د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ د لوژستيک امريت يو کارکوونکی نن سهار نا معلومو وسله والو وژلی دی.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې د شينډنډ ولسوالۍ د لوژستيک امريت دغه کارکوونکی نن سهار د ياد ولايت د انجيل ولسوالۍ اړوند چهارباغ فېروزه په کلي کې د دوو موټر سايکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.
د فرهاد په وينا، بريدګر د پېښې له سيمې تښتېدلي دي.
د هرات د والي وياند زياته کړه، چې د پېښې په اړه د امنيتي ارګانونو له لوري جدي څېړنې پيل شوې دي او ژر به يې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.
تر اوسه پورې د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.