د ليبيا په زنتان ښار کې د پخواني جمهور رئيس معمر قذافي زوى سيف الاسلام قذافي د يوې وسله والې ډلې له لوري تر شپږ کلن بند وروسته خوشې شوى دى.
نوموړى په ۲۰۱۱ کال کې نيول شوى و.
د ليبيا يو پوځي قوماندان ابوبکر الصديق ويلي، چې د سيف الاسلام قذافي د خوشې کېدو پرېکړه د تېرې جمعې په ورځ د ولسي جرګې له خوا شوې وه.
په ۲۰۱۱ کال کې، چې معمر قذافي په ليبيا کې تر اعتراضونو وروسته ووژل شو، د هغه د كورنۍ غړي د بېلابېلو وسله والو ډلو له لوري تر نيول کېدو وروسته زنداني شول.