د هلمند ولايت د ملي امنيت ځواکونو د لښکرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې په بولان سيمه کې يو تن ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته تر رسېدو مخکې نيولى دى.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه بريد كوونكي په خپلو اعترافونو کې منلې، چې د لښکرګاه ښار په يوه ګڼ مېشته سيمه کې يې د ځانمرګي بريد پلان درلود، خو د ملي امنيت ځواكونو له لوري ونيول شو.
د سرچينې په وينا، د ياد ځانمرګي بريد كوونكي په نيولو سره لښکرګاه ښار کې د يو لوى بريد مخه ونيول شوه.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګ پوليسو هم د دې ولايت په جلرېز ولسوالۍ كې يو تن ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولى دى.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د قاري احسان الله په نوم دغه ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل د كابل ښار په يوه سيمه كې بريد وكړي.
سرچينې قاري احسان الله د حقاني شبكې غړى بللى دى.