ads

هرات كې پنځه غله او دوه ماشومان وژل شوي

په هرات ولايت كې د ملي اردو ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ نښته كې دوه ماشومان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
19 غبرګولی 1396
هرات كې پنځه غله او دوه ماشومان وژل شوي

په هرات ولايت كې د ملي اردو ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ نښته كې دوه ماشومان وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، نن سهار په فرقې سيمه كې د ملي اردو ځواكونو دوو موټر سايكل سپرو وسله والو ته د درېدو امر وكړ، خو هغوى ونه درېدل، تېښته يې وكړه او پر امنيتي ځواكونو يې ډزې پيل كړې.
نوموړي زياته كړه، د امنيتي ځواكونو او يادو وسله والو كسانو ترمنځ د نښتې په مهال د وسله والو په ډزو دوه پنځه كلن ماشومان، چې په سيمه كې يې لوبې كولې، ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې، د هرات ولايت د غوريان او ګلران ولسواليو ترمنځ سيمه كې د وسله والو غلو او د نشه يي توكو قاچاقبرانو ترمنځ نښته كې پنځه غله وژل شوي او د نشه يي توكو دوه قاچاقبران ټپيان دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، څلور وژل شوي غله د غوريان او يو بل يې د اسلام قلعه ولسوالۍ اوسېدونكى و.
د ولي زاده په خبره، پوليسو د دواړو پېښو په اړه څېړنې پيل كړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA