ads

د جلرېز ولسوالۍ ۱۳۵ خيالي پوليس له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې يې په لسګونو سيمه ييز پوليس له دندو ګوښه کړي او څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

نویسنده: sarwan
18 غبرګولی 1396
د جلرېز ولسوالۍ ۱۳۵ خيالي پوليس له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې يې په لسګونو سيمه ييز پوليس له دندو ګوښه کړي او څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د دغه ولايت امنيې قومندان جنرال احمد فهيم قايم وايي، د جلرېز ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې ۱۳۵ خيالي پوليس شامل وو، چې له څېړنو وروسته له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي دي.
د امنيې قومندان په خبره دغه کسانو له وړاندې د سيمه ييزو پوليسو په تشکيل کې ځای درلود خو په جګړو کې يې ګډون نه کاوه.
نوموړی زياتوي، د دغه خيالي پوليسو د شموليت په تړاو د جلرېز ولسوالۍ د امنيې قومندان په ګډون يو شمېر امنيتي چارواکي هم له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې کې ده، چې د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکو په ځلونو د سيمه ييزو پوليسو په نوم له ناامنيو شکايت کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA