امنيتي چارواکي وايي، په بادغيس ولايت کې د حکومت مخالفو وسله والو یو تن قومي مشر وژلی او د یاد کس ورور يې هم ټپي کړی دی.
د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند کلید ته وویل، چې دا پېښه د یاد ولایت قادس ولسوالۍ ته څېرمه قرچقي کلي کې را منځته شوې ده.
د بهاند په وینا، یاد قومي مشر له دولت سره د همکارۍ په تور د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو له لوري وژل شوی او ورور يې ټپي شوی دی.
د ظاهر بهاند په خبره، سيمه کې د پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې دي او ډېر ژر به يې عاملين ونيول شي.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.