نامعلومو وسله والو په فراه ولايت كې د بغلان د والي درې ساتونکي او يو بل سرتېرى وژلي دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، چې دا څلور تنه پرون ماښام د بالابلوک ولسوالۍ په شمال ګاه كلي كې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
د مهري په وينا، د بغلان د والي درې ساتونکي د رخصتۍ له اخيستلو وروسته خپلو كورونو ته روان وو، چې له نامعلومو وسله والو سره مخ شول.
هغه زياته كړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، ترڅو د پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.