د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ ۷۸۵ ښوونکو ته به راتلونکې اونۍ د اوسېدو نومرې ووېشل شي.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، والي محمد حليم فدايي تېره ورځ د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي د وېش کمېسيون غړو سره ليدنه كې هغوى ته دنده وسپارله، چې راتلونکې اونۍ بايد ټولو ښوونکو ته د اوسېدو نومرې ووېشل شي.
فدايي همدارنګه ولسوال او د پوهنې رياست چارواکو ته دنده وسپارله، چې په همدې اونۍ کې د ۴۴۵ ښوونکو اسناد، چې بشپړ شوي، بايد کمېسيون يې لاسليك كړي او د پاتې ۳۴۰ ښوونکو اسناد دې هم بشپړ او لاسليك شي.
د يادونې وړ ده، چې حكومت ښوونكو ته د ځمكو وركولو برخه كې پاتې راغلى او څو وارې ښوونكو د لاريونونو له لارې د خپل دغه حق غوښتنه كړې ده.