ads

انډونيزيا، ماليزيا او فليپين ګډ پوځي سمندري تمرينونه پيل کړي

انډونيزيا، ماليزيا او فليپين په مينډانااو جزيره كې د وسله والو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې په هدف ګډ پوځي سمندري تمرينونه پيل کړي دي.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
انډونيزيا، ماليزيا او فليپين ګډ پوځي سمندري تمرينونه پيل کړي

انډونيزيا، ماليزيا او فليپين په مينډانااو جزيره كې د وسله والو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې په هدف ګډ پوځي سمندري تمرينونه پيل کړي دي.
د ماليزيا د دفاع وزير په سينګاپور کې د يو امنيتي کنفرانس په مهال وويل، چې درې واړو هېوادونو ګډ سمندري خوځښتونه پيل کړي، ترڅو په سيمه کې د وسله والو ډلو ټپلو مخنيوى وکړي.
ټاکل شوې دغه هېوادونه د روانې جون مياشتې په ۱۹مه نېټه ګډ رسمي تمرينونه پيل کړي.
د ماليزيا د دفاع وزارت وايي، چې ډېر ژر به ګډې هوايي الوتنې هم پيل كړي، خو د کره وخت په اړه يې څه نه دي ويلي.
ياد درې هېوادونه په داسې حال کې د ګډو پوځي تمرينونو خبر ورکوي، چې تېره اونۍ د فليپين جنوبي سيمې مراوې کې يو شمېر وسله والو ډلو له حکومتي ځواکونه سره نښتې پيل كړي، چې له كبله يې د فليپين په يو شمېر سيمو کې پوځي حالت اعلان شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA