ads

کندهار کې د سيمې په کچه پرمختللی روغتون جوړېږي

په کندهار کې داسې مهال د سيمه په کچه د يوه پرمختللي او مجهز ۲۰۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې روانې دي چې لا هم په افغانستان او په ځانګړي ډول جنوبي ولایتونو کې خلک پوره روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
کندهار کې د سيمې په کچه پرمختللی روغتون جوړېږي

په کندهار کې داسې مهال د سيمه په کچه د يوه پرمختللي او مجهز ۲۰۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې روانې دي چې لا هم په افغانستان او په ځانګړي ډول جنوبي ولایتونو کې خلک پوره روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
که څه هم روغتيايي خدمات په ټوله نړۍ کې د دولتونو د ستراتېژيو په لومړيتوبونو کې ځای لري او په افغانستان کې هم حکومتي روغتيايي خدمات وجود لري، خو په هغه کچه نه دي چې د خلکو د ټولو اړتياوو ځواب ووايي.
دغه ستونزه تر ډېره په لرې پرتو ولایتونو او سيمو کې احساسېږي، خو اوس اوس ملي سوداګر حاجي محمد صديق مهمند په کندهار کې د سيمې په کچه د يوه پرمختللي او مجهز ۲۰۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې نېږدې پای ته رسولې دي.
حاجي محمد صديق مهمند وايي، په لوی کندهار او ټول افغانستان کې يې دغه ډول يو ستر روغتون ته د خلکو اړتيا ليدله، له همدې کبله يې تصميم ونيو چې دغه ډول يو ستر او لوی روغتون جوړ کړي.
نوموړی وايي، د دغه روغتون په جوړېدو سره به نور افغانان اړ نه وي چې بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شي. مهمند زياتوي، هڅه کوي دا روغتون له هغو ټولو اسانتياوو برخمن کړي چي اوسمهال په روغتيايي برخه کې اړتیا ورته لیدل کېږي: ((زه له خلکو سره ژمنه کوم چې په پوره وس او توان به نوی مهمند روغتون له نړيوالو اصولو سره سم يو پرمختللی، مجهز او د لوړې کچې روغتون وي چې د هېواد په کچه به د روغتیا په برخه کې زياتې ستونزې ورسره حل شي.))
نوموړی زياتوي، تر دې دمه د روغتون د جوړېدو چارې په بشپړ ډول پای ته نه دي رسېدلې، خو ډېر ژر به پای ته ورسېږي او په فعالیت به پیل وکړي.
مهمند وايي، په دغه روغتون کې به د کورنیو مسلکي ډاکټرانو تر څنګ بهرني وتلي ډاکټران هم فعالیت کوي او دوی يې د راغوښتلو لپاره بشپړ تیاری نيولی دی. دغه ملي سوداګر وايي، د کندهار ولس اقتصادي حالت ته په کتو سره د مهمند روغتون د ډاکټرانو فیس ټاکل کېږي. د هغه په خبره، د ډېری بې وزلو هېوادوالو لپاره به ځانګړي امتيازات په نظر کې ونيسي: ((د روغتيايي برخې او معياري روغتونونو لپاره ماشينري جوړول عادي خبره نه ده، يوازې پرمختللي هيوادونه يې د جوړولو وړتيا لري چې جاپان هم يو له دې هېوادونو شمېرل کېږي او زموږ د ماشينري ډېره برخه به ښايي له همدې هېواد څخه وي.))
له بل لوري د کندهار ولایت اوسېدونکي د مهمند روغتون جوړېدو ته خوشحاله دي او د روغتیا په برخه کې د دغه ډول نورو پرمختګونو غوښتنه کوي. د دوی په خبره، په لرې پرتو ولايتونو کې ستونزې ډېرې دي، له همدې کبله ډېر کار ته اړتیا ده.
د کندهار يوه اوسېدونکي کلید ته وویل، خصوصي سکتور د روغتیا په برخه کې ګټور فعالیت نه دی کړی او غوښتنه کوي چې ملي سوداګر باید په کندهار کې ښه او معیاري روغتونونه جوړ کړي: ((دا خو ډېر ښه اقدام دی چې په کندهار کی داسې یو لوی روغتون جوړېږي، دلته د روغتیا په برخه کې ډېر لږ کار شوی، نور ملي سوداګر هم باید داسې روغتونونه جوړ کړي.))
د يادولو ده چې کندهار ولایت اوس مهال ۳ ميليونه نفوس لري، خو ويل کېږي حکومت اوس مهال هم دغه ولایت ته د پخوانیو ارقامو له مخې د روغتيايي خدماتو بودجه بېلوي چې په هغه کې د کندهار نفوس ۱۲۰۰ زره کسان اټکل شوی دی.
پر دې سربېره په لرې پرتو سيمو او ولسوالیو کې د لارو د خرابوالي او ډېر واټن له کبله خلک نه شي کولای خپل ناروغان تر ښار پورې راوړي او ډېری وخت په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA