ads

په وينو لړلي روژه تيان

د روژې مبارکې میاشتې په پنځمه په کابل کې د يوه موټربم بريد له کبله شاوخوا ۸۰ تنه شهيدان شول او ۳۵۰ نور ټپیان شول. دغه بريد د کابل ښار په زړه کې زنبق څلور لارې ته څېرمه د جرمني سفارت مخې ته داسې مهال ترسره شو چې د کابل ښار د اوسېدونکو روژه په خوله وه او د خدای (ج) په عبادت بوخت وو. په دې بريد سره د حکومت وسله والو مخالفينو څرګنده کړه چې دوی حتا د روژې په مبارکه مياشت کې هم هېڅ ډول اوربند او سولې ته چمتو نه دي او خپلو دغه ډول بريدونو ته دوام ورکوي.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
په وينو لړلي روژه تيان

د روژې مبارکې میاشتې په پنځمه په کابل کې د يوه موټربم بريد له کبله شاوخوا ۸۰ تنه شهيدان شول او ۳۵۰ نور ټپیان شول. دغه بريد د کابل ښار په زړه کې زنبق څلور لارې ته څېرمه د جرمني سفارت مخې ته داسې مهال ترسره شو چې د کابل ښار د اوسېدونکو روژه په خوله وه او د خدای (ج) په عبادت بوخت وو. په دې بريد سره د حکومت وسله والو مخالفينو څرګنده کړه چې دوی حتا د روژې په مبارکه مياشت کې هم هېڅ ډول اوربند او سولې ته چمتو نه دي او خپلو دغه ډول بريدونو ته دوام ورکوي.
دوی په دغه بريد سره د افغان جمهور رييس او د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما هغې غوښتنې ته د نه ځواب ورکړ چې له مخې يې د حکومت له وسله والو مخالفينو غوښتې وو، څو د روژې مبارکې میاشتې په درناوي جګړه او بريدونه ودروي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
جمهور رييس په هغه وېډيويي پیغام کې چې د غبرګولي په ۵مه نېټه خپور شو، د حکومت له وسله والو مخالفينو غوښتي و چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي له وژنو او جنګونو لاس واخلي: ((له ټولو مسلح مخالفینو غوښتنه کوم چې د دې مقدسې مياشتې عزت دې وساتي او د افغانستان د خلکو د سولې او روغې- جوړې اواز ته دې لبيک ووايي، يا لږ تر لږه د روژې مبارکې مياشتې د احترام په خاطر دې له جنګ، قتل او قتال لاس واخلي.))
له جمهور رييس سره په یوه ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم په دې هېواد کې د جګړې له ټولو خواو وغوښتل چې د روژې میاشتې ته په درناوي، جګړه ودروي.
تادامیچي یاماماتو دا غوښتنه په یوې اعلامیه کې وکړه چې د غبرګولي په ۵مه نېټه خپره شوه. له دې سره پر يو وخت د سولې عالي شورا هم د حکومت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې د روژې مياشتې په درناوي جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي. خو په دغه ډول بريدونو د حکومت وسله والو مخالفينو څرګنده کړه چې دوی هېڅ ډول سولې او اوربند ته چمتو نه دي او حتا د روژې په مبارکه میاشت کې هم جګړې ته دوام ورکوي. له بده مرغه په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې د افغان حکومت د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ ده او تر دې مهاله هم کومه څرګنده پایله نه لري.
اوس پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت وسله وال مخالفين ولې د جګړې د درولو هر ډول وړانديزونه ردوي او يوازې په جګړه ټينګار کوي، د دغه پوښتنې ځوابونه بېلا بېل دي.
ډېری فکر کوي چې د حکومت وسله وال مخالفين په وروستیو کې د سيمې د لويو قدرتونو له پوځي او سياسي ملاتړه برخمن شوي او له همدې کبله ځان په ډېر قوت کې احساسوي او د جګړې د بندښت هېڅ ډول وړانديز ته غاړه نه ږدي.
په وروستیو کې داسې راپورونه هم ډېر خپرېږي چې روسيه د حکومت له وسله والو مخالفينو پوځي ملاتړ کوي. دې ټولو مواردو ته په کتو څرګندېږي چې د حکومت وسله وال مخالفين د سيمې د لويو قدرتونو د سياسي او پوځي ملاتړ له کبله سولې او اوربند ته زړه نه ښه کوي او يوازې په جګړه تمرکز کوي.
خو د سيمې هېوادونه باید وپوهېږي چې د دغه اور زيان به تل يوازې افغانستان او افغانانو ته نه رسېږي او که دوی په همدې ډول د وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي يوه ورځ به دغه اور د دوی لمن هم نيسي.
له بل لوري افغان حکومت ته ښايي چې د فعالې ډيپلوماسې له لارې د سيمې هېوادونه د حکومت د وسله والو مخالفينو له ملاتړه راوګرځوي او دغه راز د دغه ډول بريدونو د مخنيوي لپاره خپل تدابير ډېر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA