امنيتي چارواكو په نيمروز ولايت کې تر پنځه ټنه زيات نشه يي توکي سوځولي دي.
د نيمروز ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نشه يي توکي په تېرو څو مياشتو کې د ياد ولايت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رياست د کارکونکو له لوري نيول شوي وو.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې په دغو نشه يي توکو کې ۵۸۲ کيلوګرامه ترياک، ۵۵۰ کيلوګرامه هيرويين،۴۵۰ کيلوګرامه چرس، ۴۶۳ کيلوګرامه جامد کېمياوي مواد، ۳۴۴۶ ليټره مايع کېمياوي مواد،۴۴ کيلوګرامه ښيښه، ۴۲ کيلو ګرامه مورفين او ۱۴ ليټره الکولي مشروبات شامل دي.
د سرچينې په وينا، د يادو نشه يي توکو په تړاو ۱۰۶ تنه نيول شوي، چې عدلي او قاضي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د نيمروز چارواكي وايي، چې تېر كال يې هم په دې ولايت كې شاوخوا ۲۰ ټنه نشه يي توكي سوځولي وو.