ads

ننګرهار كې به سږ کال د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ ټنه زيات وي

د ننګرهار د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحيمزى وايي، سږ کال به په دې ولايت كې د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ ټنو زيات وي او هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې د زيتونو په توليد کې نور زياتوالى هم رامنځته کړي.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
ننګرهار كې به سږ کال د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ ټنه زيات وي

د ننګرهار د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحيمزى وايي، سږ کال به په دې ولايت كې د زيتونو توليد تر ۱۲۰۰ ټنو زيات وي او هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې د زيتونو په توليد کې نور زياتوالى هم رامنځته کړي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د عبدالرحيمزي له قوله راغلي، چې سږ کال د زيتونو حاصلات زيات دي، نو له همدې كبله به د زيتونو په توليداتو کې هم زياتوالى راشي.
نوموړى زياتوي، چې د زيتونو ۵۰۷۰۰ قلمۍ يې چمتو کړي او په راتلونکي کال کې به د کانال اړوندو ځمکو کې کېنول شي.
د عبدالرحيمزي په خبره، د کانال رياست اړونده ۴۶۰ جريبه ځمکه يې د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او اوس هم د غاصبينو د نيولو او د ځمکو د خلاصون کمپاين دوام لري.
هغه همدارنګه ويلي، په تېرو څو مياشتو کې د هډې فارم اړوند د نارنجو ۲۳۰۰۰بوټو کې د مالټې پيوند ترسره شوى، چې په راتلونکي کې به ښه حاصلات ورکړي.
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي په داسې حال کې سږ کال د زيتونو د زيات توليد خبر ورکوي، چې د عامو خلكو په وينا، که چېرته دولتي فارمونه د غاصبينو له منګولو خلاص شي، نو له دې به هم زيات حاصلات ترلاسه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA