ads

لېونۍ مينې کړم اشنا له بیابانه سره

افغان سندرغاړی جاوېد خشنود په ۱۳۵۲لمريز کال په کابل کې زېږېدلی دی. هغه وايي د کابل د زاړه ښار اصلي اوسېدونکی دی او په ۱۳۷۱لمريز کال له انصاري ليسې فارغ شوی دی خو په کابل کې د جګړو له کبله لوړې زدهکړې ترې پاتې شوې.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
لېونۍ مينې کړم اشنا له بیابانه سره

افغان سندرغاړی جاوېد خشنود په ۱۳۵۲لمريز کال په کابل کې زېږېدلی دی. هغه وايي د کابل د زاړه ښار اصلي اوسېدونکی دی او په ۱۳۷۱لمريز کال له انصاري ليسې فارغ شوی دی خو په کابل کې د جګړو له کبله لوړې زدهکړې ترې پاتې شوې.
خشنود په ۱۳۷۳لمريز کال د کډوالو چارو په وزارت کې مامور شو او له څو مياشتې کار وروسته يې د کرزي د واکمنۍ تر راتګ پورې د کور جوړولو په اداره کې د اداري مدير په توګه کار وکړ.
خشنود وايي له ماشومتوبه يې له موسيقۍ سره مينه لرله ځکه چې مشر ورور يې رفيق خشنود هم سندرغاړی و او دوی به په کور کې د موسيقۍ ډول ډول الې لرلې او کله کله به يې له خپل ورور سره د سندرو په محفلونو کې هم برخه اخيسته: ((موږ به په کور کې هر وخت موسيقي غږوله. د ښوونځي په کنسرتونو کې به مې برخه اخيسته.))
خشنود وايي چې جاز او ګيتار يې زده دي: ((يوه محفل ته تللي وو، زما لومړی ځل و چې يوه محفل ته ځم، هوټل ته جاز واله ناوخته شو، ټول حيران و چې پروګرام به څه ډول مخکې وړي، هغه وخت مبايلونه هم د اوس په څېر پرېمانه نه وو، ورغلم جاز مې پيل کړ، څو چې اصلي کس راتلو مجلس مې ښه ګرم کړی و، سندرې مې هم ورسره ويلې.))
خشنود وايي چې خپلې يوې تصوفي سندرې ډېر مشهور کړ: ((همه روز روزه بودن، همه شب نماز کردن، همه ساله حج نمودند سفر حجاز کردن)) چې د دې سندرې کمپوز او موسيقي يې هم خپله جوړ کړي وو او په دې تصوفي سندرې پسې يې له تاجکي سندرغاړې سره يوه پخوانۍ سندره ((دل شده مايلت ای یار، تو بګو چتو کنم)) په نوي طرز سره وايي چې ډېر مينه وال پيداکوي او ډېره خوله په خوله کېږي.
خشنود تر اوسه ۴۰غږيزې او ۱۵تصويري سندرې لري، په پښتو او دري ژبو سندرې وايي هغه د استاد ایوب سندره چې وايي ((لېونۍ مينې کړم اشنا له بیابانه سره، پرېږده چې ګرځم لېونۍ په غرونو)) په خورا ښکلي ډول ويلې ده.
خشنود وايي چې د خپلو سندرو لپاره ښه شعر ټاکي او په کمپوز کې هم تر ډېره خپل مشر ورور رفيق خشنود مرسته ورسره کوي. خشنود هنري سفرونه هم لري هغه په ۲۰۰۸ميلادي کال د ازبکستان سمرقند ته د يو کنسرت لپاره سفر کړی دی او هلته يې درېيم مقام خپل کړی دی. جاوېد خشنود د يو نيم کال لپاره د اريانا ټلوېزيون د موسيقۍ څانګې مسول و چې د مازيګر له څلورو بیا د شپې تر لسو بجو به يې کار ورسره کاوه: ((يونيم کال مې کار ورسره وکړ، هلته مې دوه سندرې جوړې کړې، تصوفي سندره همه روز روزه بودن، همه شب نماز کردن، سفر .. او يوه بله مې له نذیر خارا سره يو ځای ويلې ده.))
خشنود وايي چې د موسيقۍ په برخه کې یې زدهکړې نه دي کړې، ګيتار، ارمونيه، طبله او جاز يې هم خپله پرته له کوم استاد زده کړي دي. هغه د سندرو تر څنګ ښه پخلی کوي، موټر چلوي او اوس د اطلاعات او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د ملي راډيو ټلويزيون د موسيقۍ د توليد په امريت کې کار کوي.
خشنود واده کړی، درې لوڼې او یو زوی لري: ((له ژونده راضي يم. ډېری سندرغاړي چې کلېپ جوړوي، کور کې ستونزې ورته جوړېږي، خو زما بیا دا ستونزه نشته، له هرې نجلۍ سره چې سندره ووايم او يا هم کلېپ ورسره ولرم. مېرمن مې نور هم هڅوي او زما کارونه ستايي.))
خشنود په نژدې راتلونکي کې خپلو مينه والو ته له سندرغاړي بريالي ولي سره يوه ګډه سندره چې پښتو او دري ده وړاندې کوي چې پښتو شعر يې د مصطفی سالک او دري يې هم د قاسم بهروز دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA