ads

غزني کې د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې شوې دي

امنيتي سرچينې د غزني ولايت په آب بند او قره باغ ولسواليو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د دولت ۳۶ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
غزني کې د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې شوې دي

امنيتي سرچينې د غزني ولايت په آب بند او قره باغ ولسواليو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د دولت ۳۶ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په غزني کې مېشتې د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا له مطبوعاتي دفتره نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ ناوخته او تېره شپه د دې ولايت د قره باغ او آب بند ولسواليو په مربوطاتو كې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې شوي، چې په پايله کې يې د دولت ۲۳ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، په دغو نښتو کې د وسله والو اړوند شپږ عدده PKM شريدونه او پنځه عرادې موټر سايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچينه ليکي، چې د همدې ولسواليو په مربوطاتو كې له تېرې ورځې راهيسې ۱۳ کړۍ د وسايطو ضد او ۱۱ کړۍ د پرسونل ضد ماينونه هم د ملي اردو د انجنيري ټيم لخوا کشف او شنډ شوي دي.
خو خبرپاڼه كې د دغو نښتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي وركړل شوي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA