ads

هرات کې د سړي تښتوونکو يوه اوه کسيزه ډله ونيول شوه

په هرات ولايت کې يو تښتول شوی ماشوم تر ۲۰ ورځو وروسته د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 غبرګولی 1396
هرات کې د سړي تښتوونکو يوه اوه کسيزه ډله ونيول شوه

په هرات ولايت کې يو تښتول شوی ماشوم تر ۲۰ ورځو وروسته د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د هرات ولايت د ملي امنيت مسوولين وايي، چې د دې تښتونې په تور اوه تنه د ملي امنيت رياست د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي دي.
د دوی په خبره، دا څوارلس کلن ماشوم شل ورځې وړاندې د هرات له انجيل ولسوالۍ څخه تښتول شوی و او نن د هرات د والي محمد اصف رحيمي له لوري ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د تښتول شوي ماشوم کورنۍ وايي، سړي تښتوونکو له دوی څخه درې سوه زره ډالر غوښتي وو.
په ورته وخت کې د ماشوم کورنۍ  له دولتي ادارو څخه غواړي، چې سړي تښتوونکو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.
په همدې حال کې د هرات د ملي امنيت رييس داد محمد حريفي وايي، چې په هرات کې دا وروستۍ ډله ده، چې د ملي امنيت له لوري نيول شوې ده.
د حريفي په وينا، د سړي تښتوونکو ريښه په ياد ولايت کې د وچېدو په حال کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA