ads

پکتیکاوال: اوسني روغتیایي خدمتونه کم او موږ ته بسنه نه کوي

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، اوسني روغتیایي خدمتونه کم او دوی لپاره بسنه نه کوي او ولسونه یې په ډېری سیمو کې پر وخت روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله د یوې کمې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
پکتیکاوال: اوسني روغتیایي خدمتونه کم او موږ ته بسنه نه کوي

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، اوسني روغتیایي خدمتونه کم او دوی لپاره بسنه نه کوي او ولسونه یې په ډېری سیمو کې پر وخت روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله د یوې کمې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو د دې ولایت د عامې روغتیا مسوولین بیا په روغتیايي برخه کې د ټولو ستونزو پړه پر مرکزي دولت اچوي او وايي، دې ولایت ته د نفوسو د شمېر په نسبت ونډه کمه ور کول کېږي.
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی محمدالله وطندوست وايي، دغه ولسوالۍ کابو اویا زره وګړي لري او عامې روغتیا ریاست ور ته یوازې یو کلنیک جوړ کړی، چې ولس ډېر او خدمتونه په کې کم وړاندې کېږي.
وطندوست غوښتنه کوي، چې یاد روغتیايي مرکز دې ژر تر ژره ارتقاع وکړي، تر څو ولسونو ته سالم روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي عبدالله همیم هم په روغتیايي برخه کې له ورته ستونزو سر ټکوي او زیاتوي، چې مټاخان د مساحت له نظره ډېره پراخه ولسوالۍ ده، خو ډېری وخت له روغتیایي مرکز څخه د زیاتې فاصلې له امله په ځانګړي ډول د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه رامنځ ته کېږي.
دی وايي، په یاده ولسوالۍ کې د یو بل روغتیایي مرکز د جوړولو لپاره يې څو ځله د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وړاندیزونه کړي، خو کوم مثبت ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
بل پلو د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر ولي ګل خروټی هم په روغتیايي برخه کې شته ستونزې نه ردوي، خو وايي، د یاد ولایت د وګړو شمېر د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی، خو د عامې روغتیا وزارت ور ته اوس هم د نفوسو د پخواني شمېر له مخې سهم ورکوي او همدا لامل دی، چې په روغتیایي مرکزونو کې د دوا، ډاکټرانو، نرسانو او روغتیایي پرسونل له کمبود سره، سره په زیاتو سیمو کې ولسونه روغتیایي اسانتیاوو ته هېڅ لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په پکتيکا کې داسې ولسوالۍ هم شته چې هېڅ روغتیایي مرکز په کې نشته او ولسونه یې د ناروغ لرلو پر مهال پر خرابو او خطرناکو لارو ساعتونه، ساعتونه مزل کوي.
د پکتیکا ولایت د ډېلې خوشامند او وازېخوا ولسوالیو د ولسونو په خبره، چې د دې ولایت مرکز ښرنې ولایتي روغتون ته د ناروغ د را انتقالولو پر مهال شاخوا دېرش زره پاکستانۍ کلدارې یوازې د موټر کرایه ور کوي، په داسي حال کې چې اقتصادي حالت یې هم له صفر سره ضرب وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA