ads

ننګرهار کې له ۱۳۵ اړو کورنیو سره مرسته وشوه

((کور او کلی راڅخه پاتې دي، دلته په سختۍ شپې او ورځې تېروو، سخت بې وزلي يو، هغوی چې له موږ سره مرستې کړې دي، ډېر ترې خوشاله يو.)) دا د یوې بې سرپرستې کورنۍ د یتیمانو د پالونکې مېرمنې خبرې دی، چې د نغدي مرستو ترلاسه كولو پر وخت يې له خوښۍ په سترګو کې اوښکې ډنډ وې.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
ننګرهار کې له ۱۳۵ اړو کورنیو سره مرسته وشوه

((کور او کلی راڅخه پاتې دي، دلته په سختۍ شپې او ورځې تېروو، سخت بې وزلي يو، هغوی چې له موږ سره مرستې کړې دي، ډېر ترې خوشاله يو.)) دا د یوې بې سرپرستې کورنۍ د یتیمانو د پالونکې مېرمنې خبرې دی، چې د نغدي مرستو ترلاسه كولو پر وخت يې له خوښۍ په سترګو کې اوښکې ډنډ وې.
د دغه مرستو پروګرام د هالنډ له لوري د افغانستان د بشري مرستو د ګډ پروګرام، پاملرنې نړیوالې ادارې او د افغانستان لپاره د بشري او پراختيايي خدماتو ادارې (DHSA) په مرسته پرمخ وړل کېږي.
دDHSA د پروګرامونو مدیر عثمان خان کلید ته وویل، د دوی د ادارې له خوا له شپږ سوه او پنځه ویشت (۶۲۵) کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې روانې دي.
نوموړي وویل، چې د دوی مرستې په کور دننه بې ځایه شوو، له پاکستانه راستنو شوو هغو کډوالو سره چې مرستې ورسره نه وي شوې، معلولینو او بې سرپرستو کورنیو سره کېږي.
عثمان خان زياته کړه، د چهارشنبې په ورځ يې له یو سلو پنځه دېرشو کورنیو سره په داسې حال کې مرستې وکړې چې د ننګرهار ولایت د کډوالو رياست استازي کريم الله هم حضور درلود. د نوموړي په خبره، دغو کورنیو سرپرست نه درلود چې د خپل کور او اولادونو کفالت وکړي.
د ده په خبره هرې کورنۍ ته دیارلس زره اته سوه او پنځوس (۱۳۸۵۰) نغدې افغانۍ ورکړل شوې؛ څو پرې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. د DHSA ادارې د پروګرامونو مدیر عثمان خان وویل، هغه کسانو ته دوی د کار زمینه هم برابره کړې چې په ۲۰۱۶ يا ۲۰۱۷ کلونو کې له پاکستانه راغلي او یا هم په کور دننه بې ځایه شوي دي.
د نورو په استازيتوب دوو هغو مېرمنو، چې د جګړو له کبله یې خپل کورونه پریښي او د جلال اباد ښار ته نږدې په یوه سيمه کې يې اړولي له DHSA او پاملرنې ادارو مننه وکړه چې دغه مرستې يې ورسره کړې دي.
دوی وايي، له هره پلوه په بد وضعیت کې قرار لري او له حکومته هم غواړي چې ورسره مرستې وکړي.
له پاکستان څخه هېواد ته بېرته را ستانه شوي کډوال، چې له یادو مرستو برخمن شوي؛ ډېر زیات خوښ برېښي او پر نورو خیریه ادارو هم غږ کوي؛ تر څو ورسره مرستې وکړي.
شاه محمد، چې اته میاشتې مخکې له پاکستان راغلی وايي، چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه وه شوې.
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ټغرکلی یو له هغو سيمو دی، چې ډيرې هغه کورنۍ په کې پرتې دي، چې له جنګه کډه شوې؛ خو اوس یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي. د ټغر کلي ملک ګلرنګ له کلید سره په خبرو کې له دغو بې وزلو سره د مرستو له کبله مننه وکړه او له نورو خیریه سازمانونو څخه یې هم غوښتنه وکړه، چې له پاکستانه د راغلو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره دې مرستې وکړي.
د يادولو ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ له لوري له هغو کډوالو سره چې په پاکستان کې راجستر وو مرستې کېږي، خو هغه کډوال چې نه وي ثبت شوي بیا له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA