ads

لوګر کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې

په لوګر ولايت كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.
د لوګر د ښځو چاره مشره شيما زرګر وايي، چې په ١٣٩٤ کال کې يې په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠ پېښې ثبت کړې وې، خو تېر کال دغه شمېره ٦٥ ته لوړه شوه.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
لوګر کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې

په لوګر ولايت كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.
د لوګر د ښځو چاره مشره شيما زرګر وايي، چې په ١٣٩٤ کال کې يې په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠ پېښې ثبت کړې وې، خو تېر کال دغه شمېره ٦٥ ته لوړه شوه.
د هغې د معلوماتو له مخې، وهل ډبول، جنسي تېري، له کوره شړل، زده کړو ته اجازه نه ورکول، په ادارو کې کار ته نه پرېښودل او ځينې نورې ستونزې هغه څه دي، چې په لوګر کې ښځې ورسره مخ دي.
مېرمن زرګر د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچې د راټيټولو يوازينۍ لاره عامه پوهاوى يادوي او وايي، چې په دې برخه کې د دوى هڅې روانې دي.
بلخوا د لوګر د والي وياند سليم صالح په دې اړه وويل، د ولايت مقام د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅې کوي، چې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په مرستې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي.
هغه وايي، بې سوادي، پخواني دودونه، د ښځو له حقونو او قانون څخه ناخبري هغه څه دي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه يې لوړه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA