ads

د پکتیا په شواک کې زنګي کانال جوړېږي

د پکتيا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د زنګي کانال او کارېز جوړولو هغه پروژه چې د خلکو له لوري ټاکل شوې وه، د (TLO) یا له قومونو سره د اړيکو موسسې په مالي مرسته د کليو پراختيا او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياستونو تر مستقيمه څارنه لاندې پيل شوه.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
د پکتیا په شواک کې زنګي کانال جوړېږي

د پکتيا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د زنګي کانال او کارېز جوړولو هغه پروژه چې د خلکو له لوري ټاکل شوې وه، د (TLO) یا له قومونو سره د اړيکو موسسې په مالي مرسته د کليو پراختيا او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياستونو تر مستقيمه څارنه لاندې پيل شوه.
شواک د پکتیا ولایت له امنو ولسوالیو ده چې تر دې مهاله د حکومت له لوري ورته هومره پام نه دی شوی. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې دغه ډول پروژې پلې شي ځکه په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د دغه پروژې د تطبیق په تړاو د TLO موسسې استازی محمد تواب ستانکزی وایي، په دغه پروژه به شاوخوا یو سلو اویا زره امریکایي ډالره لګښت راشي: ((د دې پروژې په لړ کې به د ابیارۍ مکمل سیستم ورغول شي، ۳۱۰ جریبه کرنيزه ځمکه به ترې خړوبه شي او ۹۰ جریبه غیرکرنيزه ځمکه به په کرنيزه ځمکه بدله شي.))
د نوموړي په خبره، ډېرو حرفوي او غیرحرفوي کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي: ((په دغه پروژه به ټول ټال یو سلو اویا زره امریکایي ډالره لګښت راشي.)) نوموړی زياتوي، دغه پروژه به په اتو میاشتو کې بشپړه شي.
له بل لوري د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، د دغې پروژې په تطبیق سره به شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي، د کرنې ريیس ولید احمد تسل وایي، دغه پروژه د خلکو د پراختيايي شورا له لوري ټاکل شوې وه: ((دغه ډېره اغېزمنه پروژه ده، د دې پروژې سره به تقریباً ۹۰ جریبه نوې ځمکه تر اوبو لاندې شي.)) تسل ټينګار کوي چې د دغه پروژې په پلي کېدو سره به ګڼ خلک په کار بوخت شي.
له بل لوري د سیمې اوسیدونکي وایي، په شواک ولسوالۍ کې له دې وړاندې دا ډول پروژې ډیرې کمې پلې شوې او دا ښايي لومړی ځل وي چې د خلکو لپاره دغه ډول يوه اغېزمنه پروژه په لاره اچول کېږي. د دغه سيمې قومي مشران هم ژمنه کوي چې په خپل ټول توان به د دغه پروژې امنیت وساتي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې دغه پروژې ته زيان ورسوي او يا يې هم د پلي کېدو پر وړاندې خنډ شي.
دوی ټينګار لري چې ډېری ځوانان يې بېکاره دي او که دغه پروژه پلې شي، نو دوی ته به کارونه هم وموندل شي. قومي مشر عظیم شاه وایي، حکومت باید په شواک ولسوالۍ کې دغه ډول ډېرې پروژې پلې کړي: ((له دې وړاندې دلته دا ډول پروژې ډیرې کمې تطبیق شوې، موږ له حکومت هیله لرو چې د نورو سيمو په څېر دلته هم پروژې پلې کړي.))
نوموړی د پروژو د کمیت تر څنګ پر کیفیت هم ټينګار کوي او وايي چې اړوند رياستونه باید د پروژې کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي ځکه چې ډېری وخت پروژې پلې کېږي، خو کیفیت يې هغسې نه وي چې په قرارداد کې پرې هوکړه شوې وي: ((د شواک ولسوالۍ اوسیدونکي له حکومت سره تل همکار دي، موږ دوی ته په دغه سیمه کې د امنیت ډاډ ورکوو، غوښتنه مو دا ده چې د دغې پروژې کیفت ته پوره پام وشي.))
شواک د پکتیا ولایت يوه باامنه ولسوالي ده چې د دغه ولایت مرکز ته نېږدې پرته ده. که څه هم حکومت ډېری وخت په لرې پرتو ولایتونو کې د ناامنیو له کبله نه شي کولای په ښه ډول پروژې پلې کړي، خو د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، هلته امنیت هم د ډاډ وړ دی، خو تر دې مهاله هغه ډول ورته کار نه دی شوی چې دوی يې هیله لري. که څه هم دوی له دې پروژې ډېر راضي دي خو له حکومتي چارواکو غواړي چې دغه ډول نورې پروژې هم په شواک ولسوالۍ کې پلې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA