ناسا اعلان کړى، چې نيت لري د لمر په لور يوه څېړنيزه سپوږمکۍ واستوي.
دا خبر د ناسا په وېبپاڼه كې خپور شوى دى.
د دې ماموريت هدف د لمر د فعاليتونو په اړه د معلوماتو راټولول بلل شوي دي.
دغه څېړنيزه سپوږمکۍ به د ۲۰۱۸ کال په اګسټ مياشت كې فضا ته واستول شي.
هغه به د اوو کلونو په موده کې د زهرې سيارې د جاذبې قوې په وسيله خپل مسير عيار کړي او وروسته به لمر ته د شپږو ميليونو کيلومټرو په واټن نږدې شي.
ناسا ويلي، چې ياده څېړنيزه سپوږمکۍ د تودوخې د ۱۴۰۰ درجو مقاومت لري.