د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پرون مازيګر د واورې د پېرلو پر ځاى تر لفظي شخړې وروسته نښته کې څلور کسان وژل شوي دي.
د چپرهار ولسوال معلم معشوق نن سهار کليد ته وويل، د يادې ولسوالۍ په للمې سيمه کې د ځايي خلکو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي، چې يوه مېرمن هم پکې شامله ده.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د روژې مياشتې په رارسېدو سره په ننګرهار کې د واورې د نه شتون او د پېر پلور د حق له كبله د خلکو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي، چې ډېر کله په تاوتريخوالي هم اوړي.