ads

هرات کې د وسله والو طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي، په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396
هرات کې د وسله والو طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي، په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي دي.
د هرات ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، د یاد ولایت د فرسي او ادرسکن ولسواليو لپاره نومول شوي ولسوالان ملا حسن او ملا رحمت د پولیسو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
د ولیزاده په وینا، امنیتي ځواکونو ادرسکن ولسوالۍ کې تصفیوي علمیات پيل کړي دي، چې تېره شپه د یادې ولسوالې په” کاشي” کلي کې وسله والو طالبانو ته د کمین له کبله د دوی دوه نومول شوي ولسوالان ووژل شول.
ولیزاده وایي، په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زيان نه ده اوښتی.‏
هرات ولايت د هېواد په لوېدیځ کې په تېرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمېرل کېده، خو په وروستیو کې په ځینو ولسواليو کې یې امنیتي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA