په ننګرهار ولايت كې د امنيتي ځواكونو له لوري ۱۲ تنه داعش او طالب وسله وال نيول شوي دي.
د امنيتي چارواكو په وينا، يو بل تن يې د لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولى دى.
د ننګرهار امنيې قومندان لوی پاسوال عبد الرحمن رحيمي نن د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال نيول شوي، وسله وال رسنيو ته وښودل او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې يې داعش او طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی وايي، د ۱۱ نيول شويو داعش وسله والو له ډلې يو ايرانی او يو د پاکستان هېواد اوسېدونکی دی او پاتې ۹ يې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي.
رحيمي زياته کړه، امنيتي ځواکونو يو وسله وال طالب هم نيولی دی.
بل لور ته د داعش په ليکو کې د يوځای کېدو په موخه دوه تنه وسله وال چې د ايران او پاکستان تبعه دي په خپل جرم اعتراف کوي او وايي، چې له دغې ډلې سره د يو ځاي کېدو په اړه ورته له بېلابېلو لارو لارښوونه شوې ده.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه د خپلو دغو ملګرو د نيولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.