ads

لنډي کوتل کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته شوې

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمې لنډي کوتل کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نن سهار نښته کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396
لنډي کوتل کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته شوې

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمې لنډي کوتل کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نن سهار نښته کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
رپوټونه وايي، چې په دې نښته كې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دواړو ډلو ترمنځ نښتې تر درېيو ساعتونو دوام کړى دى.
بايد ياده شي، چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې ډېرى قومونه درنې او سپکې وسلې لري، چې ډېر کله يې ترمنځ د کورنيو شخړو له كبله وسله والې نښتې رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA