د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د سېلاب پنځم نمبر عمليات د ۱۶۳ وسله والو طالبانو په مرګ ژوبلې او د لسګونو کليو په تصفيې پاى ته ورسول.
په ختيځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، له تېرو څو ورځو راهيسې يې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نويو امنيتي مركزونو د جوړولو په هدف د ملي اردو په مشرۍ د سېلاب پنځم نمبر ګډ عمليات پيل كړي وو، چې په ترڅ يې ۱۰۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶۰ تنه ټپيان دي او ۶۸ بېلابېل ډوله نقليه وسايل له نيولو وروسته سوځول شوي دي.
سرچينه زياتوي، په يادو عملياتو کې ارمل، بي بي هاجره، کټل، ميداني، شهيد بابا او بصرام کلي له طالبانو په بشپړ ډول پاک شوي دي.
د سرچينې په وينا، له عملياتو وروسته يې ګڼ شمېر واړه او لوى امنيتي مركزونه جوړ كړل او امنيتي ځواکونه پکې ځاى پر ځاى شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.