ads

د يوې پلورونکې د خوښۍ احساس

په افغاني ټولنه كې يو شمېر ښځې په سختۍ دې ته چمتو کېږي چې خپل د اړتيا وړ توکي له يوه نارينه پلورونکي راونيسي، خو كــلــه چې بیا يــوه پلــورنــځي ته دننه شي او ښځينه پلورونکې وګوري، د ارامۍ احساس کوي. همدې اړتیا ته په کتو اوس مهال په لویو او وړو پلورنځیو کې د ښځينه پلورونکو ونډه هم زياته شوې ده. فاطمه د همدې پلورونكو له ډلې ده چې له دوو كلونو راهيسې د كابل ښار په کارته سه كې د (افغان ترك سنټر) په نوم پلورنځي كې د پلورونكې دنده پرمخ وړي، نوموړې وايي، وياړي او د خوښۍ احساس کوي چې د خپلو خلکو خدمت کوي.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396

د هغې په خبره، تر دې وړاندې يې د پوشاك استانبول د خياطۍ په دستګاه كې د خياطۍ دنده پرمخ وړله او يو شمېر شاګردانې يې هم روزلې دي. فاطمه په پلورنځي كې د دندې تر څنګ د ښوونځي د يوولسم ټولګي زده كوونكې هم ده او د سهار له اتو د غرمې تر ۱۲ بجو پورې په ياد مركز كې د پلورونكې دنده پرمخ وړي: ((د مازيګر تر څلورو بجو په ښوونځي كې يم او بيا بېرته د ماښام تر ۷ بجو په پلورنځي كې كار كوم.))
فاطمه زياتوي، د افغان ترك جامو پلورلو په مركز كې د ښځو، ځوانانو او نجونو جامې پلورل کېږي چې ټول يې له ترکيې واردېږي. فاطمه او په دې مركز كې نورې پلورونكې نجونې وايي، په تېرو كلونو كې پلورونكې ښځې له زياتو ستونزو سره مخ وې ځكه په لومړیو کې افغاني دوديزه ټولنه دې ته چمتو نه وه چې ښځې دې له کور بهر پلورونکې واوسي، خو د نوموړې په خبره اوس مهال دغه ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
فاطمه له خپل كاري چاپېريال او د همكارانو له چلند خوښي څرګندوي او وايي، خپل كارونه د يوه منظم مهالوېش له مخې پرمخ وړي چې كار او زده كړې يې د يو بل خنډ نه شي. كومې پيسې چې فاطمه يې له خپلې دندې لاسته راوړي، يوه برخه يې په خپلو زدهکړو او يوه برخه يې خپلې کورنۍ ته سپاري. نوموړې وايي، خلکو ته په خدمت کولو وياړي او تل د خوښۍ احساس کوي.
فاطمه د هغو ښځو له ادعاوو سره همغږې نه ده چې وايي ټولنه او ټولنيزو فعالیتونو کې ښځې له ستونزو سره مخ دي: ((که ښځه وي او که نارينه وي چې خپل ځان او کړنو ته پام وکړي، د خلکو له منفي غبرګونونو او چلندونو سره نه مخ کېږي، بلکې لا پرمختګ کوي او خلک ورسره مرسته کوي، ورو ورو په خپل کاري چاپېریال کې بلدېږي.))
فاطمه ټينګار کوي چې ښځې باید کار وکړي او د خپل کمزورۍ ټکي په قوت بدل کړي چې د نورو لپاره يوه ښه بېلګه وګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA