ads

ترهګري نړۍ ګواښي

ترهګري یوه خطرناکه پدیده ده او که په رښتيني توګه يې په نړیواله کچه مخه ونه نیول شي، ټوله نړۍ به له کنټروله وتلي ګواښ سره مخامخ کړي. د ترهګرۍ د مهارولو او له منځه وړلو لپاره پر پوځي لارو له فکر کولو سره په کار ده چې پر محسوسو او نامحسوسو ملاتړو يې اساسي کار وشي، وپېژندل او په وړاندې يې جدي اقدام وشي.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396
ترهګري نړۍ ګواښي

ترهګري یوه خطرناکه پدیده ده او که په رښتيني توګه يې په نړیواله کچه مخه ونه نیول شي، ټوله نړۍ به له کنټروله وتلي ګواښ سره مخامخ کړي. د ترهګرۍ د مهارولو او له منځه وړلو لپاره پر پوځي لارو له فکر کولو سره په کار ده چې پر محسوسو او نامحسوسو ملاتړو يې اساسي کار وشي، وپېژندل او په وړاندې يې جدي اقدام وشي.
د افغانستان د جهاد په وروستیو کلونو کې یو شمېر بنسټپالو بهرنیو سازمانونو ځينو افغان تنظیمي کړیو کې نفوذ وکړ چې په پراخه کچه په افغانستان کې د تاوتریخوالي او کړکېچ د زیاتېدو سبب شول. یو شمېر ستر نړیوال هېوادونو چې د افغانستان د جهاد په کلونو کې مرستندوی رول لوباوه له دغه هیواد نه مخ واړاوه. سیمه ييزو استخباراتي شبکو چې دغه حالت د ځان په ګټه ليده د بنسټپالو ډلو په ملګرتیا او د ځینو نویو بنسټپالو ډلو په جوړولو سره خپلو ناوړه ستراتيژيکو هدفونو ته د رسېدو په خاطر افغانستان یو ځل بیا د اور او وینو په کور بدل کړ. تمه کېده چې نړیوال به میدان ته راودانګي او له بې ثباتیو څخه د افغانستان د ژغورلو په لار کې به مرسته وکړي. خو دا هيلې ټکنۍ وې، تر دې چې د سپټمبر یوولسمې پېښه رامنځته شوه او نړۍ يې راويښه کړه که چېرته د ترهګرو ډلو مخه ونه نیول شي، نو نړۍ به له يوه بل دغسې ګواښ سره مخ شي.
دې خطر ته د نړۍ او په تېره د امریکا متحده ایالتونو د متوجه کېدلو پایله دا شوه چې نړۍ یو ځل بیا افغانستان ته مخ واړوي او د ترهګرۍ په ځپلو کې له ځان او افغانستان سره مرسته وکړي او په ټوله کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره ملا وتړل شوه.
دننه په افغانستان کې عمومي تصور دا و چې نړۍ به ژر تر ژره هم ترهګري ځپي او هم به د افغان خاورې د بیارغونې ژمنه پوره کوي. خو دا دی اوولس کاله وروسته لا هم ترهګري، ترهګرې ډلې او ملاتړي يې له منځه نه دي تللي، هم د افغانستان، هم د سیمې او هم د نړۍ په کچه ولسونو او د ولسونو ګټو ته د ګواښ پېښولو په لټه کې دي.
د ترهګرۍ له منځه وړل نه یوازې دا چې د سیمې په کچه کېدای شي له پوځي لارې مهار کړای شي، بلکې پر هغو لارو يې هم باید جدي کار او غور وشي چې ترهګري تقویه کوي. تر هغه پورې چې دې اصل ته توجه ونه شي او د ترهګرو ډلو محسوسو او نامحسوسو ملاتړو په اړه پرېکنده اقدام ونه شي، ترهګري له منځه نه شي تلای او نړۍ به يې له ګواښ سره مخ وي.
په داسې ورځو کې چې د نړۍ د پنځوسو هیوادونو مشران په ریاض کې راغونډېږي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کېږي، د لندن په منچستر کې ترهګریز برید د دې ښکارندويي کوي چې په نړیواله کچه خو په رښتني توګه د دغې پدیدې د له منځه وړلو اړتیا شته. د لندن پولیسو پخپلو لومړنيو څرګندونو کې ویلي دي چې د څېړنو تر بشپړېدو پورې دغې پېښې ته د یوې ترهګريزې پېښې په سترګه ګوري چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.
افغانان چې دا څو کلونه د ترهګرۍ قربانیان دي او هره ورځ يې له ګواښ سره مخ دي، تمه لري چې نړیوال، د ترهګرۍ ګواښ تر پخوا لا جدي وګڼي او په دې ډول هم ځان او هم افغانستان د دغې بدمرغې پديدې او د سیمې په کچه د دې پدېدې د ملاتړو له شره وژغوري.
د لندن او تر دې وړاندې په فرانسه او يو شمېر نورو هېوادونو کې وروستي بريدونه څرګندوي چې که نړیوال په رښتيني ډول له ترهګرۍ سره مبارزه ونه کړي، دغه اور دوی ته هم ور رسېدونکی دی او يوه ورځ به اروپا هم د کابل او کندهار په څېر هره ورځ يا هره اوونۍ د ځانمرګو بريدونو، چاودنو او جګړو شاهده وي. له همدې کبله نړیوالو ته ښايي چې د خپلو ګټو لپاره د نورو کورونه وران نه کړي او په رښتيني ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي څو هم دوی او هم نړۍ له ترهګرۍ په امن شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA