ads

هندي سرتېرو په کشمير کې ۱۲ وسله وال كسان وژلي

په کشمير کې د هندي سرتېرو او لاريون كوونكو ترمنځ نښتو کې ۱۲ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
هندي سرتېرو په کشمير کې ۱۲ وسله وال كسان وژلي
Indian army soldiers search the area after detecting and defusing a bomb on the outskirts of Srinagar, India, Tuesday, April 30, 2013. Indian army in Kashmir Tuesday defused the bomb planted by suspected rebels fighting against Indian rule alongside a highway on the outskirts of the region's main city, the army said. (AP Photo/Dar Yasin)

په کشمير کې د هندي سرتېرو او لاريون كوونكو ترمنځ نښتو کې ۱۲ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هندي چارواکي وايي، دغه ۱۲ وسله وال كسان په پلوامه او وهاړي سيمو کې له امنيتي سرتېرو سره د نښتو په مهال ووژل شول.
د هندي پوځي چارواکو په خبره، دوى د وسله والو يو مهم مشر د برهان واني ځاىناستى سبزر احمد له خپلو يو شمېر وسله والو سره وژلى دى.
برهان واني دوه کاله وړاندې له هندي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
دا مهال د هندي کشمير د مرکز سرينګر په ګډون په يو شمېر سيمو کې اعتراضونه روان دي او هندي پوليس هڅه کوي، چې اعتراض کوونکي تيت او پرک کړي.
په ورته وخت کې پاکستان په کشمير کې د هندي ځواکونو د عملياتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA