ads

مارکو بازار کې اور لګېدنې دوه نيم ميليونه افغانۍ زيان اړولی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو بازار په یوه ګودام کې د اورلګېدنې له کبله هټۍ والو ته د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت زیان اوښتی دی.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
مارکو بازار کې اور لګېدنې دوه نيم ميليونه افغانۍ زيان اړولی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو بازار په یوه ګودام کې د اورلګېدنې له کبله هټۍ والو ته د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت زیان اوښتی دی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې د خوراکي توکو په یوه پټنځای کې دننه د برېښنا د شارټۍ له کبله اورلګېدنه را منځته شوې، چې پرمهال یې د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت توکي سوځېدلي دي.
سرچینه وایي، چې د اور وژنې ډلې په هڅو يې د شاو خوا لس میلیونه افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیرخوراکي توکو د سوځېدنې مخه نیول شوې ده.
په ننګرهار او ګڼو نورو سیمو کې ډیر کله د نه پاملرنې له امله ورته ستونزې راپیدا شوي، چې پر ترڅ کې يې هټۍ وال له درانه مالي زیان سره مخ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA