د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، روداتو ولسوالۍ کې یې د څلور پاکستانیانو په ګډون ۶ تنه له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په تور نیولي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روداتو ولسوالۍ پولیسو نن سهار وختي څلور بجې د یادې ولسوالۍ د کوچیانو کلا په سیمه کې څلور پاکستانیان، چې ۲ تنه افغان وګړو یې هم ملتیا کوله د روداتو ولسوالۍ له لارې هسکې مېنې ته داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په نیت روان وو، نیول شوي دي.
سرچینه وایي، له نیول شویو کسانو سره یې یو موټر هم ترلاسه کړی او ټولو نیول شویو کسانو په خپلو جرمنو اعتراف هم کړی دی.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.