ads

د تورخم سوداګر او موټر چلوونکي: پوليس رانه د هر موټر په سر پیسې اخلي

د تورخم سرحدي ښارګوټي کې یو شمېر سوداګر او د لویو موټرو چلوونکي وایي، چې افغان ځواکونه ورڅخه د هر موټر په سر په زرګونه افغانۍ غواړي او بیا یې خوشې کوي.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
د تورخم سوداګر او موټر چلوونکي: پوليس رانه د هر موټر په سر پیسې اخلي

د تورخم سرحدي ښارګوټي کې یو شمېر سوداګر او د لویو موټرو چلوونکي وایي، چې افغان ځواکونه ورڅخه د هر موټر په سر په زرګونه افغانۍ غواړي او بیا یې خوشې کوي.
دوی وایي، که چېرته پولیسو ته پیسې ورنه کړي، نو بار موټرونه یې په ورځو ورځو ولاړ وي او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
دغه سوداګر زیاتوي، په ځلونه یې یاده ستونزه د ګمرک له مسوولینو سره شریکه کړې، خو هغوی تراوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي.
د تورخم له سرحدي ښارګوټي څخه یوه سوداګر د نوم نه اخیستلو په شرط کليد وویل، چې سلګونه موټرونه په تورخم کې پولیسو بند کړي او له هر موټر چلوونکي څخه د زرګونه افغانیو غوښتنه کوي.
نوموړی وایي، اوس مهال یې په تورخم کې درې بار کانټینر موټر ولاړ دي او د هر موټر په سر ترېنه غیر قانوني پنځوس زره روپيو غوښتنه کوي.
بل لورته د ننګرهار ولایتي چارواکي دا ادعاوې نه ردوي، چې ګواکې په تورخم کې دې فساد موجود نه وي.
دوی وایي، ډېری سوداګرو او د لویو موټر چلوونکو له لوري ورسره د فساد ستونزې شریکې شوي خو ژر به یې په اړه له مسوولو کسانو سره خبرې وشي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، که چېرته د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې د فساد کره اسناد څوک په لاس ولري، نو له دوی سره دې شریک کړي.
نوموړی زیاتوي، د ننګرهار ولايت والي محمد ګلاب منګل هڅې پیل کړي، چې ډېر ژر له سوداګرو او د تورخم له مسوولینو سره ګډه ناسته ترسره کړي.
په تورخم کې یو شمېر سوداګر په داسې حال کې له دوی څخه د غیر قانوني پیسو د اخیستلو څخه شکایت کوي، چې دغه ښارګوټی د ټول هېواد په کچه د فساد منبع بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA