د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې پرمهال د هيرويینو دوه فابریکي له منځه وړل شوې دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په ستره ترمۍ سیمه کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې پرمهال د هيرويينو دوه فابریکي کشف او له منځه وړي دي.
سرچینه وایي، د یادو عملیاتو پرمهال چاته زیان نه دی اوښتی، خو د فابریکو ټول وسایل یې سوځولي دي.
د ننګرهار په خوګیاڼو کې ډېر کله ورته عملیات ترسره کېږي، چې وخت ناوخت د هيرویينو د فابریکو د له منځه وړلو سربېره یې خاوندانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.