ads

د ميدان وردګو د پوليسو اته افسران د وظيفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته ور معرفي شول

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ اته تنه افسران چې د وظيفوي غفلت په تور نيول شوي وو، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 غبرګولی 1396
د ميدان وردګو د پوليسو اته افسران د وظيفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته ور معرفي شول

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ اته تنه افسران چې د وظيفوي غفلت په تور نيول شوي وو، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شول.
د وردګو ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې، يادو اتو تنو په خپلو دندو كې  ناغيړي كړې وه او خپلې دندې يې له قانون سره سمې نه وې ترسره كړې، نو د وظيفوي غفلت په تور نيول شوي وو چې له لومړنيو څېړنو وروسته يې دوسيې بشپړې او څارنوالۍ ته ولېږل شوې.
سرچينه زياتوي چې د همدې كسانو د غفلت له كبله څلور ورځې وړاندې د ياد ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى هم د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا ووژل شو.
خبرپاڼه د ياد ولايت د امنيه قوماندان احمدفهيم قايم له قوله ليكي چې، وروسته له دې كه هر مامور يا صاحب منصب غفلت وكړي نو دوى به يې مراعات نه كوي او د قانون منګلو ته به يې سپاري.
ويل كيږي چې له دې وړاندې هم د دغه قوماندانۍ د لوژستيك او روغنياتو مديران، د روغنياتو محاسب، د لوژستيك معتمد او د امنيه قوماندانۍ د جلب او  جذب مشر د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، چې اوسمهال په زندان كې كې شپې او ورځې تيروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA