ads

هرات کې ۷۵ کيلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

په هرات ولايت کې امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د اسلام قعله ښارګوتي په سیمه کې يې ۷۵کيلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي.

نویسنده: sarwan
4 غبرګولی 1396
هرات کې ۷۵ کيلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

په هرات ولايت کې امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د اسلام قعله ښارګوتي په سیمه کې يې ۷۵کيلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، دا نشه يي توکي په یوه سراچه ډوله موتر کۍ ځای پرځای شوي وو، چۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي.
ولیزاده زياته کړه، ياد مخدره مواد تریاک دي، خو تر اوسه يې په دې اړه هېڅ څوک نه دي نیول شوي.
د ولیزاده په وینا، یاد موټر وروسته له هغې پولیسو ونیوه چې تخنیکي ستونزه یې پیدا کړې وه او موټر چلوونکی له سيمې تښتېدلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم د هرات د اسلام قعله د ښارګوتي په لویه لاره کې ۲۴۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي د پولیسو له لوري کشف او يو کس يې له دوه میله کلاشینکوف سره نیولی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA