ads

د کابل ولايتي چارواکو د ښاروالۍ پر کارونو نيوکې وکړې

د کابل والي او ولايتي شورا غړي وايي، چې په پلازمېنه کابل کې د پراختيايي پروژو د ترسره کولو په برخه کې د ښاروالۍ کړنلاره غير متوازنه ده او دغه اداره له تبعيض ډک چلند کوي.

نویسنده: sarwan
4 غبرګولی 1396
د کابل ولايتي چارواکو د ښاروالۍ پر کارونو نيوکې وکړې

د کابل والي او ولايتي شورا غړي وايي، چې په پلازمېنه کابل کې د پراختيايي پروژو د ترسره کولو په برخه کې د ښاروالۍ کړنلاره غير متوازنه ده او دغه اداره له تبعيض ډک چلند کوي.
د کابل والي حامد اکرم پرون د کلني راپور وړاندې کولو غونډې پر مهال چې (د کابل د اقتصادي او ټولنيز پراختيايي وضعيت څېړنه) تر نوم لاندې جوړه شوې وه، وويل چې کابل د هېواد د پلازمېنې په توګه اوس هم د واټونو، معياري ودانيو او کاناليزاسيون له نه شتونه کړېږي.
هغه زياته کړه، کابل ښاروالۍ له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې ډېرو مرستو سربېره بيا هم په دې نه ده توانېدلې چې خپلو اوسېدونکو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړی زياتوي، که چېرې يې ځينې کارونه کړي وي، هغه هم په متوازن ډول نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA