ads

بادغیس: ۱۷ نمبر ظفر عملياتو کې ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو د پای ته رسېدو سره ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
4 غبرګولی 1396
بادغیس: ۱۷ نمبر ظفر عملياتو کې ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو د پای ته رسېدو سره ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په لودېځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا عملیات د” ۱۷ نمبر ظفر” په نوم د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ، په دربوم سيمه کې په لاره اچول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي د یادو عملیاتو مشري ډګروال عبدالجلال جلال، د ملي اردو د دویمې لېوا قومندان پر غاړه وه، چې په کې ۲۶ وسله واله طالبان وژل شوي او ۲۷ نور تپيان دي.
د خبرپاڼې له مخې د دوو تنه وسله والو طالبانو جسدونه، یو میل کلاشنیکوف او یو میل پنځه ټکه ټوپک هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د وژلو او ټپي کېدو په اړهڅه نه دي ويل شوي، خو دربوم سیمه کې د عملیاتو په لمړۍ ورځ د امنیتي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو بريدونه کړي وو، چې پر مهال يې د ا منیتي ځوکوانو درې سرتېري هم ووژل شول.
دا عملیات د غبرګولي په لمړۍ ورځ د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په دربوم سیمه کې پيل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA