ads

“ښځې د سولې پروسه کې اغېز لرونکی رول لري”

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې پرون د سولې او ډيموکراسۍ يوشان والي ټولنې له لوري جوړه شوې غونډه کې وينا والو د ښځو د حقونو پر خونديتوب ټينګار وكړ.

نویسنده: sarwan
3 غبرګولی 1396
“ښځې د سولې پروسه کې اغېز لرونکی رول لري”

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې پرون د سولې او ډيموکراسۍ يوشان والي ټولنې له لوري جوړه شوې غونډه کې وينا والو د ښځو د حقونو پر خونديتوب ټينګار وكړ.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د يادې ټولنې د مشرې شګوفې نورزۍ له قوله ويل شوي، چې ښځې دې په ادارو، تصميم نيونې، مدني، سياسي او اقتصادي فعاليتونو کې ونډه واخلي، ترڅو په دې برخو کې د ښځو له حقونو په ښه توګه دفاع وشي.
بلخوا د هلمند مستوفي او سرپرست والي غلام محی الدين صديق وويل، حکومت د ښځو د حقونو خونديتوب او په ادارو کې د ونډې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او مېرمنو ته پکار ده، چې له موجوده فرصتونو ګټه واخلي.
د سولې ولايتي کمېټې مسوول فضل الباري فياض وايي، په سوله کې د ښځو ونډه ځکه اړينه ده، چې دوى پر خپلو خاوندانو، اولادونو او نورو نږدې وګړو تر ډېره بريده اغېز لري او کولای شي په اسانۍ يې د سولې پروسې ته وهڅوي.
فياض وويل، د اسلامي تاريخ په اوږدو کې هم ښځو ته په بېلابېلو برخو کې ارزښت ورکړل شوی او په ځينو برخو كې يې مشورې اخيستل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA