د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په شكرشيلي سيمه كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دې عملياتو كې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، چې د عملياتو په مهال د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
۲۱۵ ميوند قول اردو وايي، چې د عملياتو په وخت د ماين چاودنې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي كړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.