ads

ننګرهار كې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو عملياتو كې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او درې شكمن كسان ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ پېښې سيمه کې د ګډو ځواکونو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د څلورو مهمو قوماندانانو عمري، عمرشاه، ثابت او ابو طلحه په ګډون ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول.

نویسنده: sarwan
3 غبرګولی 1396

د سرچينې په وينا، په چپرهار ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف پراخ عمليات دوام لري، چې پرون له مخالفينو څخه يو شمېر سيمې پاکې او درې تنه شكمن کسان له يو عراده سراچه ډوله موټر او يو موټر سايکل سره يو ځای ونيول شول.
سرچينه زياتوي، چې په کوټ ولسوالۍ کې هم د مخالفينو په وړاندې عمليات روان دي، چې د سې شنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ په لاغرجو سيمه کې د وسايطو ضد دوه ماينونه مخکې تر چاودنې کشف او له منځه يوړل.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA