ads

غزني كې لس وسله وال ووژل شول

ځایي چارواکي د غزني ښار په توحید آباد سیمه کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې آمر سمونمل بشیر احمد تره کي نن سهار کلید ته وویل،چې لسګونو وسله والو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د یادې حوزې اړوند په توحید آباد سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې ډله يیز برید کړی و.

نویسنده: sarwan
3 غبرګولی 1396

نوموړي زیاته کړه، په دې سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ نښته د شپې تر درې نیمو بجو روانه وه، چې په پایله کې لس تنه وسله وال وژل شوي او یو پولیس هم برسېرن ټپي شوی دی.
د هغه په وینا، د وسله والو طالبانو دوه جسدونه، دوه میله کلاشینکوفونه او یو میل راکټ هم د جګړې په میدان کې پاتي او د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې آمر وایي، په دغه نښته کې لسګونه وسله وال ټپیان شوي هم دي، خو د کره شمېر په اړه یې ناخبري وښوده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې توحید آباد د غزني ښار جنوب ختیځ ته په ۷ کیلو مټرۍ کې پرته ګڼ مېشته سیمه ده، چې که څه هم پکې وسله وال فعالیت نه لري، خو څېرمه یې بیا د وسله والو تر نفوذ لاندې د اسفندي، قره باغي او منګور سیمې پرتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA