د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تېر مازديګر له هند څخه ويسټ انډيز ته روانه شوه.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، ملي لوبډله به د ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې درې نړيوالې شل اوريزې او درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره كړي.
د نړيوالو شل اوريزو سياليو لړۍ به د جون مياشتې په دوهمه نېټه پيل او تر پنځمې نېټې به دوام وکړي، خو د نړيوالو يو ورځنيو سياليو لړۍ به د جون په نهمه نېټه پيل او تر ۱۴مې نېټې به دوام ولري.
د كركټ ملي لوبډله به له رسمي سياليو مخکې په ويسټ انډيز کې اقليم سره د بلدتيا په هدف تمرينونه او تمريني سيالۍ هم ترسره كړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ملي لوبډلې ته د ويسټ انډيز په وړاندې په ملي روحيه د لوبېدو توصيه او په هند کې يې د دوى د تمريني زيار قدرداني وکړه.