ads

کاپيسا کې سږ كال ۲۸ سړې خونې جوړېږي

د کاپيسا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په روان کال کې به د دې ولايت په شمالي او مرکزي سيمو کې د مېوو د ساتنې لپاره ۲۸ عصري سړې خونې جوړې كړي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
کاپيسا کې سږ كال ۲۸ سړې خونې جوړېږي

د کاپيسا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په روان کال کې به د دې ولايت په شمالي او مرکزي سيمو کې د مېوو د ساتنې لپاره ۲۸ عصري سړې خونې جوړې كړي.
د کاپيسا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس عبدالوهاب نسيمي كليد ته وويل، د دې پروژې مالي لګښت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکول کېږي، چې په پلي كېدو سره به يې د کاپيسا تازه مېوې له خرابېدو څخه خوندي او په مناسب وخت کې به په ښه بيه وپلورل شي.
د نوموړي په وينا، دوى هڅه کوي، چې پر دې پروژې سربېره په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د ماهيانو يو لوى فارم هم جوړ كړي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د کاپيسا بزګرانو او بڼوالو څو ځلې د سړو خونو د نشتوالي له كبله شکايتونه کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA