ads

د سینګار لوړه بیه او د کیفیت نه کنټرول

د كابل ښار له مرکزي سيمو او مهمو بازارونو نیولې تـرلرې سيمو او كــوڅــو هر ځای د سينګارتونونو (ارايشګاوو) بې شمېره لوحې تر سترګو کېږي او ورځ په ورځ نورې هم زیاتېږي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
د سینګار لوړه بیه او د کیفیت نه کنټرول

د كابل ښار له مرکزي سيمو او مهمو بازارونو نیولې تـرلرې سيمو او كــوڅــو هر ځای د سينګارتونونو (ارايشګاوو) بې شمېره لوحې تر سترګو کېږي او ورځ په ورځ نورې هم زیاتېږي.
خو ډېری خلک د سينګارتونونو له لوري د نظافت له نه رعايتولو، د زياتو پيسو له اخيستلو او د غیرمسلکي سينګاروونکو او بې كيفيته سينګاري توکو له شتون څخه شکایت لري.
د شمېرو له مخې اوسمهال په كابل ښار كې له ۱۲۰۰ زيات سينګارتونونه د سينګارتونونو له ټولنې سره ثبت شوي دي.

د جواز ترلاسه كولو شرايط
که څه هم په كابل ښار كې له ۱۰۰۰ زيات سينګارتونونه فعاليت لري، خو د كابل ښاروالۍ د ماركېټونو د تنظيم رياست له لوري يوازې ۳۰۰ تنو ته د كار جواز وركړل شوی.
دا چې پاتې سينګارتونونه څه ډول فعالیت لري او د کوم جواز له مخې؟ په دې تړاو د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم رييس خیرمحمد صفدري وايي، د هرې سيمې د اړوندې ناحيې مسوول ځان د کابل ښاروال ګڼي او په خپله سيمه كې سينګارتونونو ته جواز ورکوي، خو کله چې بیا سينګارتونونو ته ستونزې پیدا شي خلک دوی تر ګرېوان نيسي.
صفدري زياتوي، کله چې د دوی د رياست له لوري د سينګارتون جواز ورکول کېږي، اړتيا ده چې د اړوندې ناحيې يو پلاوی د سينګارتون مناسب موقعیت تصدیق کړي، دغه راز د عامې روغتیا وزارت يو پلاوی د سينګارتون پاکوالی او د سينګاري توکو کیفیت تایيد کړي او د کسبګرو ټولنه د سينګاروونکو مسلکي زدهکړې تصدیق کړي. د نوموړي په خبره، ددې په بدل کې باید څه اندازه پيسې هم تحويل شي چې ډېری کسان له همدې کبله د جواز اخیستو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړی وايي، دوی يوازې دومره کولای شي چې د درېيو ورځو لپاره د هغوی سينګارتون بند کړي څو د جواز اخیستو ته چمتو شي: ((په دې كم پرسونل سره چې زموږ اداره يې لري دا كار هم په اسانۍ نه ترسره کېږي.))
صفدري وايي، د دوی اداره، روغتيا وزارت او د چاپېريال ساتنې اداره هڅه کوي چې هغوی دې ته چمتو کړي څو جواز ترلاسه کړي.
له بل لوري د سينګارتونونو ټولنه بیا په ښاروالۍ او روغتیا وزارت نيوکه لري چې له دوی سره په سم ډول همکاري نه کوي: ((ډېری وخت سينګاروونګې او ارايشګرې له يوه او بل هېواد څخه له ځان سره اسناد راوړي، خو ښاروالۍ تر دې مهاله په دې اړه څېړنه نه ده کړې چې دا اصلي دي که جعلي؟))

د ماليې په اخيستو كې فساد
ماليه بايد د سينګارتون د مساحت، موقعيت، عايد او مشتريانو ته د خدمتونو د وړاندې كولو له مخې واخيستل شي، خو ډېری سينګاروونکې د حكومت له لوري له دوی د لوړې ماليې د اخيستو او د ماليې ټولولو بهیر کې د روڼيتا له نشت ګیله لري.
د كابل ښار د يوه لوی سينګارتون مسوولې فروزان پیوند کلید ته وویل، د خپل سينګارتون د ماليې اړوند ستونزې د حلولو لپاره د خپلې سيمې اړوند ناحيې ته تللې وه، خو د ناحيې مسوول خپل کارت ورکړی و او ورته ويلي و چې د شپې له لوري دې ورسره اړيکه نيسي، د ماليې ټول اسناد به يې ورته پاک کړي: ((زما غوښتنه دا وه چې ماليه دې د قسط په ډول رانه واخلي، خو هغه دا ډول غوښتنې لرلې، یوازې له ما سره نه بلکې له ډېرو سينګاروونکو سره داسې شوي.))
نوموړې وايي، د ماليې په وركولو كې هېڅ ډول روڼتيا نشته، تر دې وړاندې به يې د دوکان ماليه او د لوحې ټکس اخیست، خو اوس مهال د شيشو ټکس هم اخلي.
په همدې حال کې د كابل ښار د سينګارتونونو د ټولنې مشره برېښنا نادري هم له سينګارتونونو د ماليې اخیستو په پروسه کې له فساد، اړيکو او سازشونو شکایت لري: ((ډېری داسې شكايتونه موږ ته راځي چې ځينې هغه سينګارتونونه چې لوړ نوم او نښان لري او د ښار په ډېر ښه موقعيت كې دي، ډېره كمه ماليه وركوي، خو هغه چې د ښار په يوې ګوښه سيمه كې فعاليت لري او عايد يې هم زيات نه دی لوړه ماليه وركوي.))
خو د نوموړې په خبره، اوس مهال له ماليې وزارت او نورو اړوندو بنسټونو سره د دغه ستونزو د لرې کولو په تړاو په خبرو بوخت دي او هیله لري چې پایله به ورکړي.
د هغې په خبره، د سينګارتونونو ټولنه مسوولیت لري چې وخت په وخت سينګارتونونه کنټرول او د هغوی د مالي مسوولیتونو، له خلکو سره د چلند او نورو معیارونو د مراعاتولو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
له بل لوري د مالیې وزارت د منځنيو ماليه وركوونكو د برخې مسووله امنه احمدي بیا دا تورونه نه مني. نوموړې وايي، د ماليې وزارت د ماليې اخيستو لپاره ثابت نورم لري او له مخې يې هغه سينګارتونونه چې ډېر عاید لري باید ډېره ماليه ورکړي.
نوموړې زياتوي، كه چېرې څوك د مالیې اخيستو په پروسه کې د فساد د شتون ادعا لري، کولای شي دوی ته اسناد وړاندې کړي، څو دوی دغه کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي: ((هغه كه سينګاروونکې وي او يا زموږ د رياست كاركوونكې وي قانوني چلند ورسره کېږي.))
احمدي زياتوي، د كوچنيو ماليه وركوونكو اداره د عوايدو عمومي رياست او يا د کورني تفتيش رياست د دې ډول ستونزو د حل مسووليت لري او کله چې شکایت ورته ورسېږي، دوی یې باید تعقیب کړي.

په خپل سر د بيو ټاكل
د كابل ښاروالۍ له لوري د سينګارتونونو لپاره د ثابتو بيو نه ټاكل د دې سبب شوي چې سينګاروونکي پخپله خوښه له مشتریانو پیسې واخلي.
تهمينه د كابل ښار اوسېدونكې ده چې ۱۰ ورځې د مخه يې د خپل واده په خاطر يوه سينګارتون ته مراجعه کړې وه. نوموړې وايي د يوه ساده سينګار په مقابل کې يې ۳۵ زره افغانۍ ورکړې.
نوموړې زياتوي، دومره لوړې بیې د هغو کورنیو لپاره چې اقتصادي وضعیت يې ښه نه دی، سختې دي او لوی ظلم دی، ځکه هره ناوې هیله لري چې پوره سينګار شوې واده ته لاړه شي: ((دوه درې سينګارتونونه به د ښار په يوه موقعيت كې فعالیت لري او يو ډول خدمتونه به وړاندې کوي خو په بيو كې يې ستر توپیر وي، ځکه دوی ادعا لري چې له ايران، تركيې يا نورو هېوادونو تخصصي اسناد لري او له نورو سره يې توپیر دی، حتا دوی له ناوې د يو ځل سينګار پر وړاندې ۵۰ زره افغانۍ هم اخلي.))
شبنم (مستعار نوم) چې د خپل ورور په واده کې د ګډون له کــبلــه په تــایمنیوکې يوه سينـګــارتــون ته تللې وايي، يو شمېر سينګارتونونه د ثابتې نرخ نامې د نشت له کبله مشتري تر خوږ ګوته نيسي.
نوموړې وايي، سينګاروونکې باید انصاف ولري، ځکه د سينګار يو سېټ ښايي يو کال دوام وکړي ځکه اوس مهال ښځې د پخوا په څېر تېز سينګار نه خوښوي او کم مواد مصرفېږي.
اخوا د كابل ښار په کارته سه كې د ملكه تركيه په نوم سينګارتون مسووله راحله چې په وينا يې ۱۲ کاله يې له فعالیت تېرېږي وايي، داسې كومه ځانګړې لايحه چې د دوی د كار لپاره بيه وټاكي نشته، خو داسې هم شوي چې مشتريانو يې يوازې د وېښتانو د قيچې كولو په بدل كې ۱۰۰۰ افغانۍ وركړې. په كلوله پشته كې د بلو ليډي په نوم سينګارتون مسووله فروزان پيوند چې په خبره ېې ۱۸ كلنه كاري تجربه لري وايي، بيې ځكه ثابتې نه دي چې يوه ناوې يوازې سينګار غواړي، خو ځينې نورې بیا د واده له جامو سره مصنوعي نوكان او وېښتان او نور غواړي چې هغه بیا بيه لوړوي: ((د ناوې د سينګار ټيټه بيه ۱۰زره او لوړه بيه له ۲۰ تر ۲۵ زره افغانۍ دي.))
پيوند زياتوي، په ايران، كوريا او دوبۍ كې يې د سينګار زدهکړې ترلاسه کړې، عملي كارونه يې کړي دي او اسناد يې په لاس کې لري.
له بل لوري د سينګارتونونو د ټولنې مشره برېښنا نادري هم مني چې د سينګارتونونو په بيو كې زيات توپير شته، خو سبب يې د ازاد بازار سيستم ګڼي: ((پخوا به كابل ښاروالۍ هر کال د سينګارتونونو لپاره نرخ نامې جوړولې او دوی ته به يې وېشلې، خو اوس چې د ازاد بازار اقتصادي سيستم دی، د نرخ نامې جوړول ستونزمن دي او سينګاروونکې له خپل لیاقت سره سم خپلې بيې ټاکي.))

ښكلا د ژوند په بيه
که څه هم د سينګارتونونو په اړه د عامې روغتیا وزارت په اعلاميه کې ټينګار شوی چې سينګاروونګې باید د دوی له لوري د کاروونکو کيمياوي توکو په اړه بشپړ پوهاوی ولري، خو يو شمېر سينګاروونکې سواد نه لري او دا د دې سبب کېږي چې خپل کاروونکي توکي ونه پېژني او هغه د مشتري روغتیا ته زيان ولري.
د عامې روغتيا وزارت د چاپيريال روغتيا امر غلام دستګير نبي زاده وايي، څلور كاله دمخه د كابل ښار د خيرخانې په سيمه كې د يوه سينګارتون مشتري د خپلو وېښتو په هايلايت کولو له کيمياوي توکو سره حساسيت وکړ او خپل وېښتان يې له لاسه ورکړل. وروسته په عصبي ناروغۍ اخته شوه او ډېر وخت په روغتون کې بستر شوه: ((د قانوني دعوا په پایله کې هغه سينګارتون وتړل شو او په سينګاروونکې هم شپږ میاشتې قید وخوت.))
دغه راز د کارته نو، د شهر نو په حاجي يعقوب څلورلارې او يو شمېر نورو سيمو كې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې او له سينګاروونکو سره قانوني چلند شوی دی.
د عامې روغتيا وزارت د چاپيريال د روغتيا امر وايي، د دوی د رياست د فارمسي امريت د سينګارتونونو د کيمياوي توکو د کنټرول دنده لري او په هغه څه چې شک وکړي په اړه يې معلومات ترلاسه کوي.
نوموړی زياتوي، له يوولسو کلونو راهيسې د کسبګرو ټولنې له عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ د سينګاروونکو لپاره درې مياشتنی كورس په لاره اچولی: ((په دغه کورس کې دا ورښودل کېږي چې څه ډول له سينګاري توکو کار واخلي، کوم روغتيايي ټکي په پام کې ولري څو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ نه شي.))

غيرمسلکي سينګاروونکې
که څه هم سينګارول د ښځو لپاره تر ټولو د ډېر عاید لرونکې دنده او کسب ګڼل کېږي، خو دا چې د انسان له روغتیا او ژوند سره تړلې باید رسمي او تخصصي بڼه ولري.
خو د راپورونو له مخې تر دې مهاله د سينګاروونکو د مسلکي زدهکړو په برخه کې د پام وړ څه نه دي شوي. د كابل ښار د سينګارتونونو ټولنې مشره برېښنا نادري وايي، هغه سينګاروونکې چې د دوی په ټولنه کې راټولې دي، يو ځل د کسبګرو د ټولنې او بل ځل د GIZ موسسې له لوري لنډمهالي کورسونه ترلاسه کړي دي.
نوموړې ادعا لري د هغو سينګاروونکو چې دغه کورسونه يې تعقیب کړي په کار کې ډېر بدلون راغلی او پخوا به يې په ډېر لومړني ډول خپل کارونه مخکې وړل.
نوموړې زياتوي، د سينګاروونکو لپاره د ټاكل شوو معيارونو له مخې بايد دوی زده كړې، كاري تجربه او مسلكي اسناد ولري، خو د کابل ښار ډېری سينګاروونکې ان سواد هم نه لري او پر دې نه پوهېږي هغه توکي چې د مشتريانو لپاره کاروي باکیفیته دي او تاريخ يې سم دی او که نه؟
خو يو شمېر ښځو یوازې له دې کبله چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې راکمې کړي، دې کار ته مخه کړې ده.
که څه هم له يوه لوري د سينګارتونونو د ټولنې مشره ټينګار لري چې که سينګارتونونو ته د جواز ورکړې واک له دوی سره وای، نو دوی به هېڅکله هغه سينګاروونکې ته جواز نه و ورکړی چې زدهکړې نه لري، خو له بل لوري بیا وايي، د سينګارتون پرانیستل د ډېرو ښځو لپاره د حلال رزق وسيله ده. نوموړې ټينګار کوي هڅه کوي چې د دوی لپاره د مسلکي زدهکړو زمينه برابره کړي: ((د اوس لپاره د GIZ دفتر په مرسته د جمهوريت په مسلكي لېسه كې د سينګار زده كړو څلور كلن پروګرام شته چې د پوهنې د مسلكي مديريت او GIZ موسسې له خوا هغوی ته تحصيلي او مسلكي اسناد وركول كېږي، خو غواړو دا مزل لنډ شي او دا دوره دوه كلنه شي.))
برېښنا زياتوي، كه چېرې دا زده كړې اختياري وي، ښايي ډېرې کمې سينګاروونکې زړه ښه کړي چې د کار پر وخت زده کړو ته مخه کړي، له همدې کبله لازمه ده چې دغه پروسه جبري شي.
نوموړې ټينګار کوي، داسې هڅې يې پیل کړې چې د سينګار برخه هم د کابل پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې د يوه مضمون په توګه شامله شي: ((دې مسلك ته زموږ په هېواد كې جدي پاملرنه نه كېږي، خو دا ډېر حياتي او جدي مسلك دي.))

روغتيايي زيانونه
د جلدي ناروغیو يو شمېر متخصص ډاکټران خبرداری ورکوي چې اوسمهال په بازار کې بې کیفیته سينګاري توکي پلورل کېږي او دا ډېر زيانونه لري: ((يو سينګاري محصول د څو ډوله كيمياوي مادو له يو ځای كېدو تر لاسه كېږي، كه چېرې، د نظارت او تحقيقي كار پرته په غير علمي توګه ترسره شي، نو بېلا بېلې جلدي ستونزې رامنځته کوي.
د متخصصينو له نظره ځينې هغه سينګاري توکي چې زموږ د هېواد په بازارونو كې شته د حساسيتونو، د پوستكي ژر زړېدو او ان جلدي سرطان د رامنځته كېدو سبب ګرځي.
له بل لوري د پوهنتون استاده او د جلدي ناروغيو متخصصه فوزيه كابلي وايي، د لمر وړانګې ډېر ژر سينګاري توکي خرابوي: ((كوم كيمياوي توکي چې د سينګاري توکو په تركيب کې كارول شوي د لمر له وړانګو سره په مستقيم تماس تخريب او بې شمېره جلدي ستونزې رامنځته كوي.))
د سينګاري توكو يو شمېر متخصصين وايي، په دې توکو کې شته كيمياوي مواد د زيات حرارت په موجوديت كې خپل خواص له لاسه وركوي ځكه دا مواد او كريمونه ډول ډول غوړ لري چې د حرارت په موجوديت كې خپلې ځانګړنې له لاسه وركوي او روغتيا ته زيان رسوي.

بې کیفیته سينګاري توکي
که څه هم بې کیفیته سينګاري توکي د انسان روغتیا ته ګڼ زيانونه لري، خو د عامې روغتیا وزارت تر دې مهاله د دغه توکو د کیفیت او کنټرول لپاره هېڅ قانون نه لري. پر دې بنسټ ټول سينګاري توکي له کنټرول پرته یوازې د ماليې په تحويل سره د هېواد بازارونو ته دننه کېږي.
د دې تر څنګ د ارایشي توکو هېڅ واردوونکی شرکت تر دې مهاله له عامې روغتیا وزارت سره نه دی ثبت شوی، خو د درملو ځينې واردوونکي شرکتونه او ځينې دوکاندان په ازاده توګه سينګاري توکي هېواد ته واردوي.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، د درملو ځينې واردوونكي شركتونه او يو شمېر خلك پخپل سر آرايشي محصولات واردوي او له همدې کبله په بازار کې د جعلي توکو کاروبار هم ډېر دی.
اخوا په كابل كې د درملو د واردوونکو ټولنې مشر عبدالخالق وطندوست ځاځی وايي د هېواد په بازارونو كې ډېری سينګاري توکي تقلبي دي: ((د قانون د نشت له کبله اوسمهال ډېری سوداګر تاريخ تېر شوي او تقلبي توكي بازارونو ته واردوي او هېڅ بنسټ د دې خلكو مخه نه شي نيولی.)) له بل لوري بیا د سينګاري محصولاتو واردوونكی افغان سوداګر نصير قلعه وال وايي، تر ننه پورې ډېری سوداګر اصلي سينګاري محصولات هېواد ته نه واردوي: ((سوداګر په چين کې د ارزانه سينګار توکو فرمايش ورکوي او هماغه بازارونو ته واردوي.))

د اړوندو بنسټونو له خوا نظارت
د عامې روغتيا وزارت د چاپېريال د روغتيا پلاوی هرې ۶ مياشتې وروسته له سينګارتونونو لیدنه کوي او وضعیت يې کنټرولوي. په دې ډول چې توکي يې سم وي، سينګارتون پاک وي، په اوړي کې پکه او په ژمي کې بخارۍ ولري.
د عامې روغتيا وزارت د چاپېريال روغتيا امر غلام دستګير نبي زاده وايي، يوه څلور كسيزه ښځينه ډله لري چې په اوونۍ كې درې ورځې د لست له مخې سينګارتونونه کنټرولوي او خپل راپور له دوی سره شريکوي.
نوموړی زياتوي، دغه راز پخپله سينګاروونکې هم په هرو شپږو مياشتو كې يو ځل د خپلو صحي معاينو د بشپړولو لپاره چې د تور ژيړي، اچ ی وي، توبر كلوز او نورو ساري ناروغيو د تشخيص لپاره سرته رسېږي، دغه وزارت ته مراجعه كوي څو له دوی مشتریانو ته ناروغۍ انتقال نه شي: ((معاينات وړيا دي او په بدل كې ورته صحي كارت وركول كېږي چې هره سينګاروونکې باید دغه کارت ولري.))
که څه هم د سينګارتونونو لپاره د چاپېريال روغتيا رياست له لوري په ټاکل شوې لايحه كې راغلي چې هر سينګارتون کې باید د لومړنیو طبي مرستو مخصوصه بسته وجود ولري، د استفادې وړ سامان او وسايل دې وروسته له استفادې تعقيم او ضد عفوني شي او سينګاروونکې دې د كار په وخت سپينه چپنه، خولۍ او ماسك وكاروي، ځكه له كيمياوي توکو سره سروکار لري. خو د كابل ښار له ۱۰۰۰ سينګارتونونو د ګوتو په شمېر يې هم دا ټكي په نظر كې نه نيسي.
د چاپېريال روغتيا امر داكټر نبي دستګيرزاده هم دا ستونزه مني او وايي، د چاپېريال روغتيا رياست له خوا د سينګارتونونو لپاره يوه لايحه جوړه شوې چې ۲۴ مادې پكې راغلې او سينګاروونکې مکلفې دي چې د دغه لایحې ټول مواد عملي کړي.
نوموړی وايي، هغه سينګارتونونه چې له دې لايحې سرغړونه كوي، نومونه يې د كابل ښاروالۍ د ماركېټونو د تنظيم رياست ته وركوي چې تعقيبي کړنې ترسره کړي.
دا چې تر دې مهاله څومره سینګارتونونه د عامې روغتیا وزارت له لایحې د سرغړونې له کبله جريمه شوي؟ د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مشر خیر محمد صفدري يې په اړه وايي، ډېری سينګارتونونه د دوی د ادارې د کنټرول په پایله کې تر درېیو ورځو تړل شوي، تر ۱۰۰۰ افغانيو جريمه شوي او وروسته هم تعقیب شوي چې اړوند اصول يې مراعات کړي دي او که نه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA