ads

خوست کې شخصي بديو د ژوند رنګ پیکه کړی

په لویه پکتیا او ځانګړي ډول خوست کې شخصي بدۍ هغه ستونزه ده چې له کلونو راهيسې په دې سيمه کې موجوده ده او خلک يې له ژوند زړه توري کړي دي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
خوست کې شخصي بديو د ژوند رنګ پیکه کړی
Elders from the village of Kalagu in the Zormat District of the Paktya Province in eastern Afghanistan discuss concerns they have with the establishment of Combat Outpost Kalagu with the commanders of the Afghanistan National Army and their US counterparts during a Shura held April 15.

په لویه پکتیا او ځانګړي ډول خوست کې شخصي بدۍ هغه ستونزه ده چې له کلونو راهيسې په دې سيمه کې موجوده ده او خلک يې له ژوند زړه توري کړي دي.
د سيمې د خلکو په خبره، خورا وړې ستونزې د دې سبب کېږي چې سترې دښمنۍ ترې جوړې شي او د دوو کورنیو د څو کسانو ژوند واخلي.
دوی وايي، که څه هم ټولو ته څرګنده ده چې شخصي بدۍ او دښمنۍ څومره ناوړه پایلې لري خو بیا هم د دغه ستونزو د مخنيوي هڅه نه ده شوې او لا هم په دغه ولایت کې خلک شخصي بدۍ او دښمنۍ پالي.
اما هغوی چې اوس مهال عملاً له دې ستونزې سره مخ دي او په شخصي بديو کې ښکېل دي وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي، کور پرې زندان جوړ شوی او هر شېبه فکر کوي چې ښايي دښمن يې پرې بريد وکړي.
د خوست ولایت اوسېدونکی تنکی زلمی خيبر چې د پوهنتون محصل دی کلید ته وویل: ((موږ هم په یوه عادي موضوع له کلیوالو سره شخړه وکړه، بالاخره لویه شوه او زموږ د کورنۍ لخوا د هغوی یو تن ووژل شو.)) نوموړی وايي، اوس پوهنتون ته په وېره کې ځي او د خپلو ملګرو بنډارونه او مجلسونه ترې پاتې دي: ((اوس موږ ته کور زندان ګرځیدلی، ځکه چې له ویرې بهر نه شو وتلی.))
په شخصي بدیو کې ښکیلې کورنۍ وایي، دې ناوړه دود د دوی پر ځوانانو خورا ناوړه اغېز کړی دی. د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله وايي، د دوی په سیمه کې ډیرې کورنۍ شخصي بدۍ لري: ((کله چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه وشي او مرګ ژوبله واوړي، نو مقابل لوری بیا هڅه کوي، چې داسې یو څوک یې په نښه کړي، چې د هغه کورنۍ یو مخور او د ګټې وټې سړی وي.)) حميدالله په ټوليز ډول له شخصي بدیو کرکه کوي، خو پدې کې بیا د اصلي قاتل پر ځای د بل کس په نښه کول ستر جهالت بولي.
خو داسې ډېرې قضيې هم شته چې دغه ډول بدۍ د قومي مشرانو په مرسته په سوله اوښتې دي. د دغه ولایت يو قومي مشر محمد قابل وايي، په ولایت کې يې تر ټولو ناوړه ستونزه همدا شخصي بدۍ دي: ((موږ په ډېرو دا ډول موضوعاتو کې برخه اخیستې، چې ځینې مو حل کړې او ځینې بیا همداسې ناحل پاتې شوې دي.))
قابل زیاتوي، که څه هم د شخصي بدیو زیان هر چا لیدلی، خو دا چې اوس مهال هم خلک صبر او حوصله نه کوي او د سواد کچه ټيټه ده، له همدې کبله ستونزې پر ځای دی. نوموړی وايي، خلک لومړی له غوسې کار اخلي او ټوپک ته لاس اچوي، خو چې کله څوک ترې وویشتل شي بیا وروسته پوهېږي چې څومره زيان يې کړی دی: ((له پېښې وروسته د قاتل او مقتول دواړه کورنۍ په غم ککړې وي.))
د شخصي بدیو د زيانونو او ګناه په تړاو د عامه پوهاوي نشت هغه څه دي چې خلک يې د دغه عمل د ډېروالي سبب ګڼي او ټينګار کوي چې ديني عالمانو په دې برخه کې خپل مسوولیت په سم ډول نه دی ادا کړی.
د خوست دیني عالم اسلام الله اسلام وایي، چې دا یو نه بښونکی عمل او کبیره ګناه ده چې باید هر مسلمان ترې ځان وساتي.
نوموړی زياتوي، په کورنیو کې بې اتفاقي، د سواد کچې ټیټوالی او د نېکو او دیني عالمانو خبرو ته غوږ نه نیول هغه څه دي، چې یو څوک د ژوند په ارزښت نه پوهېږي: ((اسلام هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې یو مسلمان دې څوک قصداً ووژني، هغه څوک چې بې له سببه يو مسلمان قتل کړي، د مسلمانانو له ډلې نه دی او تل به په جهنم کې وي.))
مولوي اسلام هم ټينګار کوي چې ديني عالمان باید د منبر له لارې په دې تړاو خلکو ته پوهاوی ورکړي، کنفرانسونه جوړ کړي او د سيمې خلک له دې سترې ګناه وژغوري.
د يادولو ده چې اوس مهال د شخصي بديو حل يوازې په ظاهري بڼه په بدو کې د نجونو په ورکړه کېږي. لومړی خو دې چارې ته هم د مقتول کورنۍ نه حاضرېږي خو که د قومي مشرانو په هڅو چمتو شي بیا نو د خپل مقتول ټول بدل له ور واده شوې نجلۍ اخلي او د هغه ژوند ورسره تباه کېږي.
د ډېرو په اند که څه هم په ظاهري ډول د نجونو په ورکړه د بدۍ مخه نيول کېږي، خو په اصل کې دا د بدۍ دویمه بڼه وي چې واده شوې نجلۍ د مقتول په کورنۍ کې له سختو ستونزو او ظلمونو سره مخ کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA