د خوست لکڼو سيمه کې له نشه يي توكو سره د مبارزې په هدف د واليبال پيل شوې سيالۍ د مرکز د فيض الله لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
دغو سياليو کې ۴۲ لوبډلو برخه اخيستې وه او شاوخوا يوه نيمه مياشت وخت يې ونيوه.
د خوست د واليبال فدراسيون مشر وحيدالله نواب زوى په دې اړه كليد ته داسې وويل.
خوست کې ورزش د پرمختګ په حال کې دى، خو لوبغاړي او مسوولين يې وايي، چې د مرکزي سپورټي ادارو پاملرنه ورته کمه ده.