وروسته له هغې، چې په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ کنفرانس کې د خبرو په مهال د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز ايران له ترهګرو سره په لاس لرلو تورن کړ، د ايران جمهور رئيس دا غونډه له لاسته راوړنو تشه وبلله.
حسن روحاني وويل، سعودي عربستان خپلې پيسې امريکا ته ورکوي، چې ګومان نه کوي په دې سره د ترهګرۍ ستونزه حل شي.
د هغه په وينا، له نړۍ سره د متقابل درناوي په صورت کې خبرو ته چمتو دي.
روحاني په ټينګار سره وويل، چې پرته له ايرانه په نړۍ کې د ترهګرۍ ستونزه نشي حل کېدلى.
د رياض په کنفرانس کې ډونالډ ټرمپ او سلمان بن عبدالعزيز پر ايران سختې نيوکې وکړې او دا هېواد يې د ترهګرو ملګرى ياد كړ.
د امريکا جمهور رئيس پر ايران تور ولگاوه، چې په عراق، يمن او لبنان کې ترهگرو ته وسلې ورکوي او مالي مرسته ورسره کوي.
ټرمپ دا هم وويل، چې ايران د سوريې په کورنۍ جگړه کې د بشارالاسد د رژيم طرفداري کوي.